د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د وسلو یو زیرمتون نیول شوی

د افغانستان د خوست چارواکي وايي،چې د ملي امنیت ځواکونو د یاد ولایت مرکز اړوند سیمه کې د درنو وسلو یو زیرمتون کشف او له هغه څخه يې سلګونه فیره مرمۍ لاسته ورغلي دي.

د چارواکو په وینا په دې کې ۸۳۴ فیره د درنو وسلو مرمۍ،۵۰ کړۍ ماینونه او لسګونه نور پوځي مهمات شامل دي.

چارواکي وايي، له دې مرمیو وسله وال اکثره په چاودیدونکو توکو او د ماینونو په جوړولو کې کار اخلي.

د دسېمبر پر ۱۱مه د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان د ملي امنیت ریاست په انګړ کې په دې اړه رسنیو ته وویل، یاد مهمات د خوست ښار له یوې نېږدې سیمې څخه افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د ده په وینا، په دې مهماتو کې د هاوان، مزایلو، دهشکې، بې پس لګد، ار-پي-جي او ۸۲ ملي متري توپونو مرمۍ په کې دي.

پټان وايي، د دې کار عاملان تښتیدلي، خو د کشفي ادارو تر تعقیب لاندې دي.

د خوست مرستیال والي د نیول شویو مهماتو د نوعیت او څومره والي په باب وویل:

"په دې کې د هاوان ۲۴۲ فیره مرمۍ دي، د مزایل ۵۶ مرمۍ دي، ۸۲ د دهشکې د مرمیو بکسې دي، ۳۸۰ د ماینونو سرګولولې دي، ۵۰ کړۍ ماینونه دي، د هاوان د مرمۍ ۲۵۰حق السوق دی، ۳۰۰ فیره د دهشکې مرمۍ دي، د بې پس لګد ۳۰ فیره مرمۍ دي، د ۲۰۰ ار-پي-جي مرمۍ دي، او د ۸۲ ملي متري توب ۶مرمۍ دي."

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان زیاته کړه، له نښو او شواهدو داسې بريښي، چې مخالفینو غوښتل، دا مهمات کومې بلې سیمې ته ولیږدوي، چې د ملي امنیت د منسوبینو لخوا کشف او ونیول شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اونۍ وړاندې د چارواکو په وینا د ملي امنیت منسوبینو د خوست د لکڼو او د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه اندازه وسلې او دوه تنه سړي تښتونکي(اختطافګر) نیولي ول.

نور وښیئ

انځور سایز

نجیب الله الوخېل

نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر په اړه رپورټونه جوړوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG