د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: دوه ځانمرګي بریدګر له یوه موټر بم سره نیول شوي


په ننګرهار کې نیول موټر بم.
په ننګرهار کې نیول موټر بم.

د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښار کې یو موټر بم له دوو ځانمرګو بریدګرو سره نیولی دی.

د ننګرهار چارواکو نيول شوی موټربم او دوه تنه ځانمرګي بریدګر د ډيسمبر په لسمه نېټه د ننګرهار د ملي امنیت ریاست پر انګړ کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د خبریالانو پر وړاندې ودرول.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې موقع خبریالانو ته وویل، د لومړنیو معلوماتو له مخې بریدګرو غوښتل چې په جلال اباد کې پر یوه دفتر موټربم چادونه وکړي:

"د ملي امنیت قهرمانو ځواکونو او کشفي پرسونل تېر ماښام دغه يو موټر چې شاوخوا يو ټن ټي این ټي مواد (بارود) چې ډېر قوي دي، دا يې له دوو بریدګرو سره یوځای په شپږمه ناحیه کې ونیول."
په نیول شویو دوو ځانمرګیو کې یو تن یې ریاض نومېږي چې له رسنیو سره یې په خبرو کې وویل، له ډېرې مودې راهیسې په پېښور کې اوسېږي او هم هلته د ده په خبره ''فدايي'' برید ته تیار شوی وو.

په دې مطبوعاتي کنفرانس کې قومي مشر ملک شاه زمان د ملي امنیتي ځواکونو نه مننه وکړه د لويې چادونې مخه يې نیولې ده.

" اوس خو يوازې خلکو ته دا ښکاري چې موټر بم يې ونیولو. خو که دا پېښه شوې وه، نو بیا يې په زیانونو پوهېدل. ۴۰ کاله کېږي چې د یوه تبلیغاتي جنګ لاندې راغلي یوو، د ټولو افغانانو نه چې د افغانستان تذکره لري، غوښتنه مې دا ده چې د خپلو امنیتي ارګانونو په لاسته راوړنو سترګې پټې نه کړو، باید تشویق يې کړو، له مرکزي حکومته مو غوښتنه دا ده چې باید ملي امنیتي ځواکونه تقدیر کړي."


چارواکي وايي چې په تونس ډوله موټر کې باروت په شېرزادو ولسوالۍ کې په تخنیکي ډول اېښودل شوي ول او بیا د جلال اباد ښار شپږمې ناحېې اړوند خالص فامیلیوو کې درول شوی و چې د ملي امنیت کشفي ځواکونو يې سراغ موند او له دوه تنو بریدګرو سره يې یو ځای ونيوه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG