د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې بیا پیل شوې


د خبرو اترو پخوانی عکس
د خبرو اترو پخوانی عکس

پراګ – په افغانستان کې د امن لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د قطر په پلازمينه دوحه کې بیا پیل شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په فعالیتونو حال لرونکي یو امریکايي چارواکي مشال راډیو ته په لېږلي پېغام کې د دې پخلی کړی دی.

نوموړي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د دې خبرو اترو زیاته پاملرنه به د تشدد پر کمولو وي کوم چې د ده په وینا امریکا غواړي.

ده زیاته کړې چې د اوسنیو خبرو مقصد د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو او اوربند ته لاره هوارول دي.

تر دې وړاندې په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ غیر رسمي خبرې اترې هم شوې وې.

دا له هغه وروسته ده چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نومبر پر ۲۸مهافغانستان ته د ناڅاپه سفر پرمهال ويلي ول چې تړون کول غواړي او دوي بايد اوس اوربند وکړي.

د افغانستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال او شنونکی سميع يوسفزي مشال راډيو ته وويل چې د اوسنيو خبرو اترو تياري لپاره ډير کار شوی دی او هڅه کېږي چې دا ځل هر اړخیزې خبرې اترې وشي.

ده وویل ، “ زما په خيال دا ځل خبرې ډيرې پرېکنده او مهمې دي. طالبانو ته هم د دريو مياشتو تر ځنډ وروسته احساس شوی دی چې بايد د خبرو اوږدولو پر ځاي جامع او مکملې خبرې وي.”

نوموړي زیاته کړه چې دا ځل که څه هم داسې هیلې شته چې يو حل رامنځ ته شي خو دا به بیا هم تر وخت له مخه خبره وي چې طالبان به اوربند او له افغان حکومت سره خبرو ته تیار شي.

سمیع یوسفزي وویل چې طالبانو د اوربند په اړه څه نرمې ښودلې ده او امريکا هم په دې لټه کې ده چې دا ځل اوبند يقيني کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې وروستیو کې کابل ته تللی وو او له هغه ځایه له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.

د سیمه ییزو چارو پوه ډاکټر اعجاز خټک مشال راډيو ته وويل چې ، د ده په فکر، دا وار به د امن خبرې اترې نتيجې ورکړي.

د ډاکټر اعجاز خټک په وینا ،“داسې برښي چې يا امريکا له خپل دريځه پرشا شوې ده او يا طالبان وروسته شوي دی.”

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې د امريکا لهسفیر پال ډبليو جونز سره ملاقات کړی دی.

شاه محمود قرېشي ویلي چې پاکستان به په افغانستان کې په جوړجاړي او امن کې خپل رول لوبولو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په خبره د ټولې سيمي پرمختګ او سوکالي نيغ په نيغه په افغانستان کې له امن سره تړلې ده او پاکستان د امريکا له لوري افغان طالبانو سره د امن خبرو پيلولو هرکلی کوي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه او پخوانی بريګيډير سيد نذير وايي پاکستان په دې پروسه کې خپل رول لوبولی دی.

خو د ده په وینا ، له پاکستان سره دومره اختيار نيشته چې په هر صورت طالبان خبرو اترو ته مجبوره کړي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه پخوانی سند او پرمختګونه لغوه شوي او اوس په قطر کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو د خبرو تازه لړۍ پیل شوې ده.

د وزارت ویاندې ناجیې انوري مشال راډیو ته وویل چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ پخوانۍ ۹ پړاو خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ له خوا باطلې شوې دي.

هغې وویل چې د هر ډول غونډې له پیلېدو مخکې باید د اوربند او په پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو پر موضوع بحث وشي.

د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د ۲۰۱۸مپه سېپټمبر مياشت کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې وې.

XS
SM
MD
LG