د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان خدمتګار پر وژنه ویر دوام لري


د افغانستان یوې شخصي هوايي کرښې کام اېر د خپلې الوتکې پر لکۍ د ډاکټر تېڅو ناکامورا تصویر انځور کړی. ۲۰۱۹، ۵ دیسېمبر
د افغانستان یوې شخصي هوايي کرښې کام اېر د خپلې الوتکې پر لکۍ د ډاکټر تېڅو ناکامورا تصویر انځور کړی. ۲۰۱۹، ۵ دیسېمبر

په ننګرهار کې د وژل شوي جاپاني خدمتګار کارکوونکي ډاکټر تېڅو ناکامورا په ویر غونډي او له خواشینۍ او خپګانه ډک غبرګونه لا هم دوام لري.

په پنجشنبه په کابل، خوست، جلال اباد، پروان، پېښور او ځینو نورو سیمو او ښارونو کې یو شمېر مدني فعالانو د غونډو په جوړولو د دغه خدمتګار وژنه وغندله او د هغه په یاد یې ډیوې بلې کړې.

د ډاکتر ناکامورا د خیریه بنسټ د یوه استازي له خولې ویلي چې د ناکامورا میرمن، مشره لور او د هغه مرستندویه ټولنې چې ناکامورا ورته کار کاوه درې غړي د جمعې په سهار کابل ته تللي، چې د هغه مړی یوسي.


د خوست والي محمد حلیم فدايي پر خپل ټویټر لیکلي چې د خوست ښار د زړې سبزۍ منډۍ څلور لارې یې د ډاکټر تېڅو ناکامورا په نوم نومولی دی.

په افغانستان کې د کام اېر خصوصي هوايي شرکت پر خپله رسمي فیس بوک پاڼه د خپلې یو الوتکې هغه تصویر خپور کړی چې پر وروستي وزر یې د ډاکتر ناکامورا ستر تصویر انځور شوی دی. کام اېر له دغه عکس سره لیکلي چې د افغانستان خلک به تل د ناکامورا د خدمتونو منندوی وي.

جاپان ټایمز ورځپاڼې د ډاکتر ناکامورا د خیریه بنسټ د یوه استازي له خولې ویلي چې د ناکامورا میرمن، مشره لور او د هغه مرستندویه ټولنې چې ناکامورا ورته کار کاوه درې غړي د جمعې په سهار کابل ته تللي، چې د هغه مړی یوسي.

جاپاني ناکامورا ته د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د افغانستان ویاړلی شهریت ورکړی و.

هغه له دوو لسیزو د زیاتې مودې راهېسې له افغانانو سره د روغتیا او کرنې په پروژو کې له نژدې همکاري کوله.

په وروستیو څو کلونو کې نوموړي په ختیځ کې د کونړ سیند پر غاړه پرتو سیمو

کې د اوبو لګونې په ګډونو په یوشمېر رغنیز او روغتیايي خدمتونه ترسره کړي دي.

هغه د چهارشنبې په ورځ له جلال اباده خپل کار ته پر لار له خپلو څو افغان ساتونکو او همکارانو سره د وسله والو په ډزو ووژل شول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG