د لاسرسي ځای

تازه خبر

لر او بر افغانان د ناکامورا پر وژنه ویر کوي


د جلال اباد په پښتونستان واټ کې د ډاکټر ناکامورا پر وژنه شوګیر
د جلال اباد په پښتونستان واټ کې د ډاکټر ناکامورا پر وژنه شوګیر

په ننګرهار کې افغانانو د ډېسېمپر څلورمې ماخستن د يوه داسې بهرني کس په ياد کې شمعې بلې کړې چې په خټه جاپانی دی خو دوی يې خپل ګڼي. د دې ولایت د مدني ټولنو استازيو د چارشنبې په ماښام د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې د ډاکټر تېڅو ناکامورا په یاد کې راټول شوي ول او له افغان وطن سره یې د هغه کړې ښېګړې او خدمتونه ستایل.

د جاپانۍ خیریه ادارې (پي اېم اېس) مشر ډاکټر ناکامورا له خپلو څلورو ساتونکيو او يوه ډرایور سره د چارشنبې ګهیځ په جلال اباد ښار کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شول. که څه هم ډاکټر ناکامورا سخت تپي وو خو کابل ته د ليږدولو پر مهال يې د جلال اباد په هوايي ډګر کې ساه ورکړه.

ډاکټر ناکامورا له کلونو راهيسې په ننګرهار کې د زراعت او اوبه خور سیستم په رغونه بوخت وو چې د ښېوې، کامې او بهسودو په ولسواليو کې يې سربندونه، لښتي او ډانګې (استادي دېولونه) جوړ کړي دي چې په زرګونه جریبه ځمکه خړوبوي او په زرګونو جریبه ځمکه يې د سیندونو له خطره ژغورلی ده. ځکه خو یې افغانان خپل ګڼي چې د هغوی شاړې ځمکې یې ورللمولې.

افغانان د جاپاني خدمتګار ډاکټر ناکامورا په وژنه وير کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00


ډاکټر ناکامورا ته د عقيدت پېرزونې وړاندېکولو پر وخت يوه ځوان علي شباب د افغانستان لپاره د هغه خدمتونه وستايل. دی وايي دناکامورا وژنې سخت دړدولي دي. هغه د کونړ پر سیند ډېر بندونه وتړل او اوس یې پلان وو چې د کونړ پر سیند د برېښنا جوړولو لپاره بند وتړي.

شباب وايي چې ناکامورا د افغانستان بیارغونې دښمنانو وواژه.

ناکامورا به په کېږدیو کې د یبلو ماشومانو تصویرونه اېستل، جې د ځښلو اوبه نه لري بیا به یې جاپانیانو ته ښودل او بې وزله افغانانو ته به یې چندې راټولولې.


د جلال اباد په پښتونستان واټ کې د چارشنبې ماښام د ناکامورا لپاره راوتلیو شوګیرو ته د ټولنیز فعال ډاکټر اسدالله ښالېز وینا وه چې د ننګرهار ولایتي اداره دې برید پلټنه وکړي ي او په پېښه کې ککړ دې د قانون منګولو ته وسپاري.

انجینر فرید عاطف چې له ډاکټر ناکامورا سره په موسسه کې همکار پاته شوی وو، د هغه په اړه وايي، افغانانو د خپل کور يو ریښتونی غړی له لاسه ورکړ. د نوموړي په خبره هغه به پوهنتونونو ته تلو، مکتبونو ته به تلو، لیکچرونه به يې ورکول.

د عاطف په وینا، ناکامورا به په کېږدیو کې د یبلو ماشومانو تصویرونه اېستل، جې د ځښلو اوبه نه لري بیا به یې جاپانیانو ته ښودل او بې وزله افغانانو ته به یې چندې راټولولې.

ټولنیز فعال شریف الله ناصري د ناکامورا وژنه سیاسي ترور وباله او نوموړی يې د کونړ د سیند د مهارولو قرباني وګاڼه. ''د ولس غږ په حکومت دا دی چې د ناکامورا د قتل په اړه دا خبره دومره ګونګه نه ده. ناکامورا د کوند د سیند په بدله کې اسټبلشمنټ وژلی، پوښتنه دې وشي.''

د ډاکټر ناکامورا تر مرګ وروسته پر ټولنيزو رسنيو فعاله افغانان هم ویر کوي. دوی هغه د يوه جاپاني نه بلکې د افغان په توګه ستايي. له هغه سره د افغانانو ددې مينې يادونه د ډېسېمبر پر څلورمه نېټه په ټوکيو کې د جاپان وزيراعظم شنزې اېبې هم وکړه.

''ډاکټر ناکامورا د طب او د مځکې خړوبولو په برخه کې ډېر خدمتونه کړي دي. موږ خبر يو چې د هغه په يوه خطرناکه سيمه کې د ژوند په بيه هڅې افغان ولس ستايلې دي. د هغه په داسې يوه پېښه کې وژل کېدل ټکان رسونکې خبره ده.''

د افغانستان ولسمشر اشرف غني پر ټویټر پاڼه ليکلي چې ډاکټر ناکامورا د طرحو له کبله زرګونو افغانانو ته ګټه رسېدلې. نوموړي ويلي چې د افغانستان دښمنان ددې هېواد پرمختګ نشي زغملای نو ځکه داسې بريونه کوي. ډاکټر ناکامورا په ۲۰۱۸ م کال افغانستان ته له هغه وروسته ولاړ چې د هغه ملګری کازويا وتښتول او روسته ووژل شو.

د افغانستان جاپانی خدايي خدمتګار ووژل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


اسوشییېټېټډ پرېس اژانس د ډاکټر ناکامورا سره د ۲۰۱۵م کال جولايي مياشتې هغه مرکه خپره کړې ده چې پکې نوموړی وايي چې له افغانانو سره باوري تعلق تر هرڅه مهم دی.

''تاسو پر يو بل باور کوئ او له ځايي خلکو سره ښې او د باور وړ اړيکې ولرئ نو دا تر وسلې او بل هرڅه ډېر ارزښت لري. زما په فکر دغسې يو تعلق د خپل هدف ترلاسه کولو ته لار هواروي.''

پر ټولنيزو رسنيو د ډاکټر ناکامورا يوه داسې ويډيو هم خپره شوې چې نوموړی له خلکو سره په پښتو خبرې کوي او ورته وايي چې ژوند پکار راځي خو توپک په کار نه راځي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي، امنیتي او کشفي ارګانونو د پېښې پلټنه پیل کړی، هڅه روانه ده چې عاملین يې ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG