د لاسرسي ځای

تازه خبر

'داعش په ننګرهار کې ماتې خوړلې'


په ننګرهار کې تسلیم شوي داعشیان.

خبري اژانس لیکي چې افغان ځواکونو د امریکايي ځواکونو په مرسته په ننګرهار کې بریالي عملیات ترسره کړي او چارواکیو دغه سیمه د اسلامي دولت وسله والو نه پاکه ګرځولې ده.

په افغانستان کې د داعش وسله والو د مینځني ختیخ له وسله والو سره د اړیکو په اړه په یقین سره نه شي ویل کېدای، خو داعش په افغانستان کې په لومړی ځل په ۲۰۱۴ م کال کې راڅرګند شو.

دوی تر ډېره حده په هغه وسله والو مشتمل وو چې په افغانستان، پاکستان او مینځني اسیا کې د فعالو وسله والو ډلو نه بیل شوي وو.

دوی په ۲۰۱۵ز کال کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ځینې سیمې په خپل کنټرول کې واخستې او یوشمېر ترهګر بریدونه يې ترسره کړل.

په راپور کې راغلي چې د دوی پرضد د عملیاتو وروسته خلکو خپلو ړنګو شویو کلیو کورونو ته ستنیدل پیل کړي دي.

ځايي خلکو خبري اژانس ته ویلي، اګر چې سیمه د داعش وسله والو پاکه اعلان شوې ده بیا هم دا به وخت واخلي چې دوی په خپلو کورونو کې ځان خوندي محسوس کړي.

یو امریکايي چارواکي خبري اژانس ته ویلي چې له عملیاتو وروسته له ۱۴۰۰ډېر داعش وسله وال او د هغوی کورنۍ تسلیم شوي دي.

امریکايي پوځي چارواکي د وسله والو کره شمیرې په اړه څه نه وايي، خو اندازه لګوي چې د دوی شمیره د ۲۵۰۰ او ۴۰۰۰ ترمنځ ده.

د امریکا دفاعي چارواکي زیاتوي اوس هم د دغه ډلې ځینې غړي کولا شي چې بیا ځان منظم کړي او بریدونه ترسره کړي.

ځايي خلک وايي، باید حکومت له دوی سره د ړنګو شویو کورونو، ښونځیو، روغتونونو او جماتونو په بیا جوړولو کې مرسته وکړي.

د افغان ځواکونو یو کماندان نجیب الله وايي چې سیمه يې په مکمله توګه له وسله والو پاکه کړې او باید خلک خپل عادي ژوند پیل کړي.

د خبري اژانس په وینا، د اسلامي دولت وسله وال په افغانستان کې او په ځانګړی توګه کنړ کې شتون لري او د دوی لخوا د بریدونو خطر په خپل ځای موجود دی.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

ګوړه څنګه جوړېږي؟
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:42 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG