د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۳۱ نور داعش وسله وال حکومت ته تسلیم شوي


په ننګرهار کې تسلیم شوي داعشیان.
په ننګرهار کې تسلیم شوي داعشیان.

د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۳۱ داعش وسله وال او د هغوی ۶۲ ماشومان او ښځې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د نومبر پر۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو دوه اونیو کې تر زرو تنو داعشیان حکومت ته تسلیم شوي چې تر ۵۰۰ پکې ښځې او ماشومان دي.

د ده په خبره داعش ډله په ننګرهار کې ماته شوې او د تسلیمېدو لړۍ یې دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG