د لاسرسي ځای

تازه خبر

اقبال لالا ضمانت نه غواړي او عالمګیر وزیر په حراست کې


عالمګیر وزیر
عالمګیر وزیر

په لاهور کې پولیسو د پنجاب پوهنتون پر احتجاج راوتیو زده کونکیو پر ځينو سمبالوونکیو (منتظیمینو) او د هغوی پر پلویانو د بغاوت مقدمې درج کړې وې چې پکې د ځینو کسانو عبوري ضمانت شوی دی.

مدني فعال او استاد عمار علي جان چې پرې د بغاوت مقدمه هم شوې ده، د دیسېمبر پر دوهمه یې مشال رېډيو ته وویل، دوی د زدهکونکو د جایزو غوښتنو لپاره ورغوڼد شوی وو چې پکې حکومت پر شپږو کسانو د بغاوت مقدمه درج کړه.

د مشال خان پلار اقبال لالا
د مشال خان پلار اقبال لالا

دی زیاتوي:''له زدهکونکو سره د یووالي لپاره لاریون کېده، ما پکې تقریر هم نه دی کړی او غوښتنې هم اییني وې. ګورنر، فواد چوهدري، شیرین مزاري او وزیراعظم پخپله هم زموږ د غوښتنو ملاتړ وکړ. یو خوا حکومت ملاتړ کوي او بیا چې د هغه حق لپاره یوڅوک مبارزه کوي نو د هغوی خلاف پرچې کاټېږي. نو داسې ښکاري چې حکومت هم پر یو دریځ نه دی. موږ ته نن عبوري ضمانت ملاو شو او جج هم وویل چې په دې کې خو څه داسې خبره نشته چې تاسو پرې ۱۲۴ اې لګولو سره د بغاوت مقدمه درج کړې ده.''

د بغاوت مقدمه د مشال خان پر پلار محمد اقبال هم شوې چې د عمار علي جان په خبره، محمد اقبال او دوی یې د ضمانت لپاره له دې کبله درخواست نه ورکوي چې هغه د انصاف مستحقه دی او باید حکومت پر هغه کړې مقدمه بیرته واخلي.

د مردان یونیورسټۍ زده هکونکی مشال خان د ۲۰۱۷م کال په اپریل میاشت کې بلوه ګرو زدهکونکو د مذهب سپکاوي په تور وژلی وو.

عمار علي جان زیاتوي، د مشال خان پلار د خپل زوی لپاره د انصاف او د نورو زدهکونکو د غوښتنو پوره کېدو په تکل په پیوستون مارچ کې شامل شوی وو خو حکومت یې پرضد د بغاوت مقدمه درج کړې ده.

''اقبال لالا د خپل زوی لپاره تقریر کړی وو. او هغه خبرې یې کړې دي چې په ټي وي او له عمران خان سره يې کړې وې. اقبال لالا وویل، د مذهبي انتها پسندی نه ځان بچ کړی او زدهکونکي باید یوموټي شي. خو ډیره د افسوس خبره ده چې د یو شهید پلار چې ټولې حکومتي مشرولۍ ورته شهید ویلي ول، هغه ته په لاهور کې د هرکلي ویلو پرځای پرې د بغاوت مقدمه کېږي. ریاست نه پوهېږي چې حقیقي اتلان او سرمایه یې څوک دي.''

لاهور کې د زده کوونکیو پیوستون لاریون
لاهور کې د زده کوونکیو پیوستون لاریون

تیره اوونۍ د پنجاب پوهنتون په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو ضلعو کې د تعلیمي ادارو په فیسونو کې د زیاتوالي، د جنسي ځورونو کیسونو پلټلو لپاره یو کمیشن جوړول، د طلبه اتحادیو بحالولوو، له تعلیمي ادارو د امنیتي ځواکونو اېستل، د لوړو زده کړو بجټ زیاتول، د قبایلي ضلعو او بلوچستان د زده کوونکي تعلیمي کوټه زیاتولو په ګډون د ځينو نورو غوښتنو لپاره د یووالي لاریونونه او مظاهرې وشوې.

له دې وروسته د جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ استازي علي وزیر وراره عالمګیر وزیر د نومبر پر ۳۰مه په لاهور کې له پنجاب پوهنتون څخه "نامعلومه کسانو" بیولی وو چې د پاکستان بشري حقونو کمیشن یې غندنه هم کړې. نوموړی دا مهال په عدالتي ریمانډ دی.

د زدهکونکو د یووالي لاریون یو منتظم او د پنجاب پوهنتون زدهکونکې مزمل خان وايي، که حکومت د اقبال لالا، عالمګیر وزیر او دغسې نورو کسانو خلاف مقدمې ختمې نه کړې نو دوی به خپل احتجاج پراخ کړي.

''نن موږ په پوهنتون کې احتجاج کوو. عالمګیر د خپلې ډګری اخیستې لپاره راغلې وو خو بله ورځ له یونیورسټۍ اچت کړل شو. که عالمګیر خوشې نه شو او زموږ غوښتنې ونه منل شوې نو موږ به د اسمبلۍ مخې ته دهرنا ورکوو.''

پاکستان کې زده کونکيو د خپلو حقونو لپاره لاريونونه کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

بلخوا د پنجاب د لیرې پرتو سیمو د پرمختیا وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي میا محمود رشید مشال رېډيو ته وویل، د پنجاب پوهنتون د زدهکونکو جایزې غوښتنې مني خو که دوی د ریاست خلاف خبرې کوي نو بیا به یې پر ضد اقدامات هم کوي.

''د زدهکونکو د جایزو غوښتنو په اړه د پوهنتون انتظامیه وايي چې و به منل شي خو د دوی شاته ځینې داسې عناصر دي چې د پاکستان ریاست خلاف دي. د دغو عناصرو خبرې له دوی سره سمون خوري. د داسې نعرو او تقریرونو اجازت خو نشو ورکولی. که د زدهکونکو د غوښتنو په لړ کې څوک له پاکستان سره دښمني کوي نو دا خو د برداشت وړ نه دي.''

بلخوا د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر ټویټر په پوهنتونونو کې د زده کونکو ټولنې (یونینز) بحالولو لپاره د یوې کوټلې کړنلارې (ضابطه اخلاق) د جوړولو څرګندونه وکړه. نوموړي زیاته کړه، له بده مرغه اوس مهال پوهنتونونه د تشدد او جګړې په میدانونو بدل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG