د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لندن بریدګر عثمان خان څوک وو؟


د برید ځای
د برید ځای

رویټرز خبري اژانس د هغه کس په اړه لیکنه کړې ده چې په لندن کې یې پر خلکو د چړې برید کړی وو او بیا پولیسو وژلی وو.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې د برتانیا د امنیتي ځواکونو نهه کاله وړاندې د عثمان خان په نامه دې کس هغه خبرې اورېدلې وې چې څنګه د القاعده ډلې د معلوماتو پر اساس بم جوړ کړي.

د برتانویو چارواکو په وینا، د عثمان خان له هغو خبرو اترو څرګندېده چې ده د لندن سټاک ایکسچېج په نښه کولو چل جوړاوی.

پولیسو د ۲۰۱۰م کال د دسمبر پر ۲۰ عثمان خان له ځینو نور کسانو سره یو ځای نیولی وو او په هغه وخت کې د ده عمر ۱۹ کاله وو.

نوموړي ته په ۲۰۱۲م کال کې په دې شرط لږ تر لږه اته کاله بند سزا اورول شوې وه چې چارواکي به د دې جاج اخلي چې له ده څخه ولس ته څومره خطر پېښ دی.

د رویټرز اژانس په وینا، بریتانویو چارواکو د ۲۰۱۸م کال په دسمبر میاشت کې د خطر له جاج اخیستنې پرته عثمان خان له بنده خوشې کړی وو.

د اژانس په وینا، نژدې یو کال وروسته یانې د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر ۲۹مه د لندن پر پله د ځانمرګي جعلي واسکټ اغوستی وو او د پخلي لویې چړې یې را اخیستې وې او پر خلکو یې برید وکړ.

ده په چړو دوه تنه ووژل او درې یې ټپیان کړل او پولیسو تر هغه وروسته دی هم په ډزو وواژه.

اژانس د ۲۸ کلن عثمان خان د پېژندګلوۍ په اړه لیکي چې دی په لندن کې زیږېدلی او لوی شوی وو خو د هغه کورنۍ د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې وه.

رویټرز اژانس زیاتوي چې نوموړی د القاعده شبکې او په ځانګړې توګه د تندلاري انوار الاولکي تبلیغاتو سختدریځه کړی وو.

د امریکا استخباراتي چارواکي ګڼي چې انوار الاولکي د القاعده شبکې د یمنۍ څانګې د بهرنیو عملیاتو مشر وو چې په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو.

اژانس زیاتوي چې عثمان خان د برتانیا د سټوک ښار د یوې سختدریځې ډلې غړی وو او له نورو سختدریځو ډلو سره یې هم اړیکې درلودې.

لیکنه زیاتوي چې عثمان خان تر دې لا هم زیان رسوونکی پلان درلود او هغه دا چې په کشمیر کې له یوه جومات سره د وسله والو روزولو لپاره یو مرکز جوړ کړي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG