د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو بند څنګه وو؟ خوشې شوی استاد کیسه کوي


ټېمتي ویکس وایي، له هغو ساتونکو چې پر دوی به یې پیره کوله، کرکه نه لري
ټېمتي ویکس وایي، له هغو ساتونکو چې پر دوی به یې پیره کوله، کرکه نه لري

د طالبانو له بنده خوشې شوی، ټیمتي ویکس وایي، په بند کې یواځې هیله وه چې هغه یې ژوندی ساتلی وو.

نوموړي څه باندې درې کاله له طالبانو سره تېر کړل. هغه چې اوس خوشې شوی وايي، که یې د بند په موده کې هیله پرېښې وای، ښايي اوس به ژوندی نه وو.

ویکس چې د دې پوهنتون له بل امریکایي استاد کیوین کینګ سره یوځای د ۲۰۱۶ میلادي کال په اګست میاشت کې له کابله تښتول شوی وو، شاوخوا دوه اونۍ مخکې د بګرام له زندانه د طالبانو د درو بندیانو د تبادلې په نتیجه کې را خوشې شو.

ویکس د دسمبر په لومړۍ نېټه د استرالیا په سیډني ښارکې د لومړي ځل لپاره د خبریالانو په وړاندې راڅرګند شواو برمته توب په موده کې د خپلو سترګو لیدلی حال او احساسات یې له خبریالانو سره شریک کړل.

ویکس وویل، د یرغمل نیونې دغې ځورونکې مودې پرې ډېراغېزکړی دی.

هغه وویل: "هغه وخت چې مې له طالبانو سره د برمته شوي کس په توګه تېر کړ، ژور او د نه تصور وړ اغیز یې پر ما کړی وو."

د طالبانو له لوري د خوشي شوي اسټرالیايي تیموتي ویکس تازه انځور
د طالبانو له لوري د خوشي شوي اسټرالیايي تیموتي ویکس تازه انځور

ویکس زیاته کړه، په دې موده کې یې داسې احساس کاوه چې مرګ یې نږدې شوی او دی به هېڅکله هم بیا خپل عزیزان ونه ګوري.

خو د ده په وینا خدای غوښتل چې ژوندی پاتې شي او نن ورځ دی دلته خوندي او ازاد دی.

۵۰ کلن ویکس چې د نومبر پر ۲۸مه بیرته استرالیا ته رسیدلي وایي، ګومان یې کاوه چې شپږ ځلې به امریکایي ځانګړو ځواکونو د ده او کینګ د راخوشې کولو لپاره هڅې کړې وي.

هغه زیاته کړه دا ځکه چې ساتونکو به د سهار شاوخوا دوه بجې له خوبه راپاڅول او تونلونو ته به یې بیول او ورته ویل به یې چې د داعش وسله وال دي.

خو وروسته ورته پته ولګیده چې خبره داسې نده بلکه د ده په باور دا امریکا ځانګړي ځواکونه وو، چې هڅه یې کوله دوی راخوشې کړي.

ویکس وایي هغه وخت یې احساس وکړ چې نور یې کړاوونه پای ته ورسېدل چې په هیلکوپټر کې سپورشو.

هغه دغه راز وویل: "له هغې شيبې چې مې دواړه بلک هاک هلیکیپوټرې ولیدې او ځان مې له ځانګړو ځواکونو سره ولید، پوه شوم چې دغه اوږد اوځورونکی حالت نورپای ته ورسید."

ویکس وویل، که څه هم هغسې چې تمه یې کوله له دوی دواړو سره ښه چلند کیده خو ډیر له یوه ځایه بل ځای ته لیږدول کیدل او ځیني وختونه به په تیارو خونو کې ساتل کېدل.

ټېمتي ویکس وایي، له هغو ساتونکو چې پر دوی به یې پیره کوله، کرکه نه لري او ډیر خلک داشی نشي درک کولای خو د ده لپاره هغوی سرتیري وو چې باید د خپلو قومندانانو امر یې پرځای کړی وای او له دې پرته دوی بله لاره نه درلوده.

په کابل کې د امریکایي پوهنتون دواړه استادان ټېمتي ویکس او کیوین کینګ د بګرام له زندانه د حقاني شبکې د مشرد ورور انس حقاني او د طالبانو د دوو نورو مهمو غړیو، عبدالرشید عمري او حاجي مالي خان د خوشې کیدو د تبادلې په نتیجه کې خوشې شول.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG