د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوښار میډیکل کالج زده کوونکي پر هړتال دي


د نوښار نقشه

پراګ - د خیبر پښتونخوا د نوښار میډیکل کالج زده کونکي وایي له تېرو څو ورځو راهیسې په احتجاج دي. دوی وایي د کالج د انتظامیي ، هلته د زده کونکیو د ځورونو او د زیاتو فېسونو په شمول ګڼې نورې مسلې هم لري.

د دوی په وینا له حکومت او د کالج له انتظامیې غوښتنه کوي چې هغه استادان او د انتظامیې کارکونکي لرې کړي چې له زده کونکیو سره ناسمه رویه لري.

د دوي په وینا ،د تېر زیارت په ورځ یې د دوی د احتجاج پر وخت پر یو زده کونکي موټر وروخېژولی او هغه یې ژوبل کړی وو.

د نوښار میډیکل کالج یو زده کونکی کاشف خان مشال راډیو ته وایي انتظامیه پر دوی غیر ضروري جرمانې لګوي او زده کونکیو سره ناسمه او سخته رویه ساتي.

) زموږ دا مطالبې دي د جینکو غېر ضروري عکسونه یا ویډیو اخېستل بغیر څه اجازته دا به نه کیږي، کوم هلک چې یې په موټر وهلی له هغه سره دې انصاف وشي، غېر ضروري جرمانې به نه لګوي ، حاضري به د اصولو او نورو میډیکل کالجونو غوندي وي، د پروفېسر شاه نواز رویه نامناسبه او د منلو وړ نه ده، هغه او کوم تن چې ویډیو جوړه کړې هغه به لرې کوي )

زده کونکي دا هم وایي چې د کالج ښځینه او نارینه زده کونکیو له هغې وروسته احتجاج پېل کړ چې د نجونو ځینې عکسونه او ویډیو د هغوي له اجازته بغیر واخېستل شوې.

بلخوا د نوښار میډیکل کالج مشر پروفېسر ډاکټر محمد جهانګیر خان وایي دوی په دې اړه یوه کمیټي هم جوړه کړې ده چې د زده کونکیو د ځورونو په اړه به مالومات کوي.

(تر پلټنو وروسته چې کومه ډله دروغ وایي هغوي ته به د قانون مطابق سزا ورکوو، دې جینۍ صوبایي محتسبې ته هم ویلي او هلته یې خپل شکایت درج کړی اوس زه د صوبې محتسبې هم راغوښتی او هلته به ورځم )

بلخوا د صوبایي حکومت د صحت په اړه د سټینډنګ کمیټۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی لیاقت علي خان تېره ورځ مشال راډیو ته وویل دوی په دې اړه مالومات کوي او ککړو کسانو ته به سزا ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مترقي زده کوونکو سازمان تر سیوري لاندې د زده کوونکو د بېلا بېلو سازمانونو او ډلو غړو د نومبر پر ۲۹مه د خپلو حقونو لپاره د یووالي په نامه لاریونونه او احتجاج وکړ.

XS
SM
MD
LG