د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د سرلښکر باجوه د کاري مودې غځولو فرمان وځنډاوه


د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه. (ارشېف عکس)
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه. (ارشېف عکس)

اسلام اباد ـ د پاکستان سپريم کورټ د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د ملازمت مودې غځولو په اړه د وزيراعظم فرمان ځنډولی دی.

د پوځ د مشر د کاري مودې غځولو پرضد دغه درخواست جيورسټس فاونډېشن ورکړی وو.

د نومبر پر ۲۶مه د سپريم کورټ چيف جسټس اصف سعيد کوسه په مشرۍ درې کسيزه بېنچ د درخواست اورېدنه وکړه.

کله چې د اورېدنې پر وخت جيورسټس فاونډېشن خپل درخواست د بېرته اخیستو خواست وکړ نو چيف جسټس رد کړ او دا يې د ولسي ګټې په مقدمه کې بدله کړه.

اصف سعيد کوسه وويل چې يوازې د پاکستان ولسمشر د پوځ د مشر کاري دوره غځولای شي چې په ځواب کې يې لوی څارنوال وويل چې ولسمشر د هغه د مودې غځولو تصديق کړی وو.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان کابينې هم د جنرال باجوه د ملازمت غځولو مسوده تاييد کړې وه.

خو اصف سعيد کوسه ورته وويل چې د کابينې په ۲۵ غړيو کې يوازې ۱۱ يې تصديق کړی وو.

هغه زياته کړه چې د کابینې ۱۴ غړيو خپل دريځ ځکه ورنکړای شو چې د ده په وينا هغوی په غونډه کې نه وو.

له دې وروسته چيف جسټس د جنرال قمر جاويد باجوه د کاري مودې غځولو په اړه د وزيراعظم نوټيفيکېشن و ځنډاوو. عدالت اورېدنه د نومبر تر ۲۷ مې پورې ځنډولې ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۱۹مه نېټه د جنرال قمر جاويد باجوه کاري موده درې کله نوره غځولې وه.

نوموړي د پوځ د مشر د کاري مودې د غځولو وجه د سيمې امنيتي وضعيت یاد کړی وو.

ټاکل شوې وه چې جنرال باجوه به د نومبر پر ۲۹ مه نېټه تقاوت شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG