د افغانستان ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، تمه کېږي چې نن سېشنبه په ختیځ ولایت ننګرهار او جنوبي ولایت کندهار کې د بیا رای شمېرنې او پلټنې بهیر بشپړ شي.
د دغه کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمی ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه په ۲۵ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې ده.
ابراهیمي هیله وښوده چې د ثبات او هم-پالنې انتخاباتي ټیم اجازه ورکړي چې په اوو پاتې ولایتونو کې هم د رایو بیا شمېرنه وشي.
ابراهیمي زیاتوي: "د ابتدايي پایلې اعلان په ټول افغانستان په خاصه توګه په اوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې په بشپړېدو پورې تړاو لري. موږ هیلهمند یوو چې ژر دا کار وکړو او لومړنۍ پایله اعلان کړو ځکه افغانان د نتیجې په انتظار دي."
د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم-پالنې انتخاباتي ټیم په پنجشېر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، تخار او بدخشان کې د رایو د بیاشمېرنې مخه نیولې ده.
د دغه ټیم او ځینو نورو کاندیدانو اعتراض دا دی چې د ټاکنو کمېسیون پرته له دې چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي او د هر محل د رایو شمېر اعلان کړي، دغه پروسه پیل کړې ده.
اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو پرون له عبدالله سره کتلي او پر ټویټر یې لیکلي، هغه یې وهڅاوه چې د انتخاباتي ادارو له چارواکو سره کار وکړي څو پروسه مخته لاړه شي او باوري او پر وخت نتیجه ورکړي.
د افغانستان جمهوري ریاست انتخابات د میزان پر شپږمه وشول او دوه ځله یې د لومړنیو پایلو اعلان ځنډېدلی دی.