د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد پریس کلب پر منظور پښتین محدودیتونه لګولي


منظور پشتین د پریس کلب نه بهر د خبریالانو سره خبرې کوي.

پراګ ـ د اسلام اباد پریس کلب انتظامیه وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشر منظور پشتین به دغلته د ورتګ محدویتونه تر هغې جاري وي چې د پریس کلب د قواعدو عملي کولو باور یې نه وي ورکړی.

دا له هغې وروسته ده چې سینیر خبریالانو د نومبر په ۲۳مه منظور پشتین د خبرو اترو لپاره اسلام اباد پریس کلب ته ورغوښتی وو خو د دې کلب انتظامیې له ورتللو منعې کړ. نوموړي بیا دغه خبرې اترې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته په پارک کې وکړې.

منظور د خبریالانو په بلنه د اسلام اباد پریس کلب ته ورغلی و.
منظور د خبریالانو په بلنه د اسلام اباد پریس کلب ته ورغلی و.

په دې هکله د کلب انتظامي مشر انور رضا د نومبر په ۲۴مه له مشال رېډیو سره په خبرو کې تور ولګاوه چې منظور پشتین تر دې وړاندې د هغوی د قواعدو خلاف ورزي کړې وه:

"پښتون ژغورنې غورځنګ تېر وار دلته د خبري غونډې لپاره د یوې ګېنټې وخت اخیستی وو خو نه یواځې دا چې هغه غونډه یې درو ګېنټو ته ورسوله بلکې هغې ته یې د جلسې شکل هم ورکړ چې پکې تقریرونه وشول او نعرې هم ووهل شوې. دلته د رایې په اظهار بالکل بندیز نشته خو جلسه کول او نعرې وهل او د ټاکل شوي وخت نه زیات وخت اخېستل، د پریس کلب د اصولو خلاف ورزي ده. نو ځکه مو پښتون ژغورنې غورځنګ ته ویلي چې تر څو یې د قواعدو عملي کولو ذمه واري نه وي منلې، پریس کلب ته ورتګ به یې محدود وي."

انور رضا زیاتوي چې په دغه ډول خلاف ورزیو یې ځینې نور تنظیمونه او ګوندونه هم تر محدودیتونو لاندې راوستي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او له شمالي وزیرستانه د قامي اسبملۍ غړی محسن داوړ دا تورونه ردوي او وايي په هېواد کې په هره کچه د دوی د غږ غلي کولو لړۍ روانه ده:

"دا د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي په هکله سیمینار وو چې پکې د منظور پشتین نه علاوه د عوامي نېشنل ګوند، پیپلز پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوالانو هم برخه اخیستې وه او پریس کلب قواعدو هېڅ خلاف ورزي بکې نه وه شوې. د اسلام اباد پریس هم د امنیتي ادارو لخوا د فشار سره مخامخ دی نو ځکه کله په یوه او کله بله بهانه په مونږ بندېزونه لګوي."

بلخوا سینیر خبریال ضیاءالدین وايي، دوی هغوی هره اوونۍ د هېواد په بېلا بېلو موضوعاتو پوهان او سیاسي فکر لرونکي کسان پریس کلب ته وربلي او له هغوی سره داسې خبرې اترې کوي چې خبریالان یې په رسنیو کې نه خپروي. دی وايي دا اوونۍ یې پکې منظور پشتین وربللی وو.

ضیاءالدین هم دا راز وویل، په هېواد کې دا مهال رسنۍ له داسې نا اعلان شویو بندېزونو سره مخامخ دي چې د پوځي امرانو په دور کې هم دومره نه وې:

"د پاکستان تحریک انصاف په واکمنۍ کې موجوده حکومت نه دا خواهش لري او نه استعداد چې په رسنیو بندیزونه ولګوي. دوی له رسنیو سره ښې اړیکې درلودې او وخت په وخت یې ترې ډېره ګټه پورته کړې ده. خو د دوی مسله دا ده چې پوځ ورته څه وايي نو دوی یې مني او داسې فکر کوي چې له پوځ سره په یوه خوله وي نو ملک به پرمختګ کوي. بلخوا د پوځي امریت برعکس دا مهال پوځ شاته ناست دی او په رسنیو د قدغنونو لپاره په حکومت فشار اچوي."

په پاکستان کې وخت په وخت په حکومت تور لګول کېږي چې د پوځ په وینا په رسنیو بندیزونه لګوي خو حکومت او پوځ تل دا تورونه رد کړي او د اطلاعاتو لپاره د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان په وار وار ویلي چې د تحریک انصاف په واکمنۍ حکومت کې رسنۍ تر بل هر وخت زیاته ازادي لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG