د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د چین سفیر وايي ، په سي پېک کې درغلۍ نشته


د سي پېک پروژې نقشه

پراګ - چين د امريکا له لوري د پاکستان او چين ترمينځ د اقتصادي راهدارۍ په پروژو کې د درغليو تورونه ناسم بللي او وايي چې امریکا خپل سياسي لومړیتوبونه په پام کې نيولي دي.

په پاکستان کې د چين سفير یاو جینګ ویلي چې د پاکستان او چين ترمينځ د اقتصادي راهدارې پروژو کې د درغلیو خبرونه سم نه دي او امريکا دې له احتياطه کار واخلي.

نوموړي دا څرګندونې د نومبر پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د سي پيک ميډيا پنځمې غونډې ته په وينا کې کړې دي. ده ویلي چې د امريکا لوړ پورې چارواکې الیس وېلز د ناسمو معلوماتو پر اساس خبرې کړې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې مرستیالې الیس وېلز په واشنګټن کې په یوه کنفرانس کې اسلام اباد ته وړاندیز وکړ چې د سیپېک پر ځای دې د امریکا سوداګرۍ بېلګې په پام کې ونیسي.

امریکا پاکستان ته خبرداری ورکړی چې له چین سره د لویو اقتصادي پروژو په ترسره کېدو سره یې په راتلونکې کې د خپل هېواد اقتصاد له خطر سره مخامخ کېدای شي.

الېس ویلز ویلي چې د چین - پاکستان اقتصادي دهلېز د ۶۰ اربه ډالرو پروژې به یوازې د بيجنګ په ګټه تمامې شي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي مشال راډيو ته وويل چې د سي پيک په اړه د امريکا اعتراضاتو دوه وجوهات دي لومړي په دي کې درغلۍ دي.

اکرام هوتي زیاته کړه "د امريکا نور اعتراضات جيو اکونومک يانې سيمه ايز اقتصادي دي. امريکا د پاکستان او چين ترمينځ اقتصادي راهداري په اړه اعتراض لري ولې چې په هغې کې پټي خبري دي. هغوي وايي دا خبري بايد راښکاره شي. دا لړي له ډيري مودي راهيسي راونه ده."

اکرام هوتي وويل چې سي پيک د پاکستان لپاره ګټه ور دی.

امریکا او د اروپايي ټولنې ډېرو هېوادونو د چین دا پروژه او د سیمه ییزو بنیادي ډانچو لپاره د چین پر پورونو نیوکې کړې دي او خبرداری یې ورکړی دی چې د چین دا کار به یوشمېر پرمخ تلونکي هېوادونه تر پورونو داسې لاندې کړي چې هېڅکله به یې پرې نه کړي. خو په اسلام اباد کې د چين سفير دا خبره رد کړي ده.

په پيښور کې د سيمه ايزو چارو پوه اعجاز خټک مشال راډيو ته وويل چې په نړيوالو اړيکو کې ارو مرو داسي خبري رامنځ ته کېږي.

ده وویل ، په نړۍ کې چين د امريکا لپاره چيلنج جوړ شوی دی نو ښکاره خبره ده چې په کوم ځاي کې چين مخکې وي په هغه ځاي کې به د امريکا اعتراضات وي.

اعجاز خټک زیاته کړه چې "دا يو بل بحث دی چې سي پېک پاکستان لپاره څومره ښه دی ځیني خلک وايي دا ګټه ور دی، ځيني دريځ لري چې دې سره به پاکستان د چين کالوني شي. خو لازمي خبره ده چې په دې کې به د نړۍ نورو هېوادونو دلچسپي وي".

اعجاز خټک وويل چې د دې پروژو ارزښت ډير زيات دی او دا پر سيمه یيزو او نړيوالو چارو ډير زيات اغېز کولای شي.

پوهان وايي، د سي پيک په اړه په پاکستان کې دننه هم ډيرې نيوکې شوې دي او په دې پروژو کې ډيرې خبرې پټې ساتل شوې دي چې له وجې يې ابهام موجود دی.

د دوي په خبره پر دې پروژو په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې بحث سره منفي پروپيګنډه ختمېدای شي.

د چین حکومت د سي پيک پروژې د بنیادي ډانچې جوړولو لپاره د ۶۰ اربه ډالرو د پانګې اچونې ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG