د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ وايي له طالبانو سره پر نوې هوکړه کار کوي


ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ​ټرمپ وايي له وسله والو طالبانو سره پر نوې موافقه کار کوي. ولسمشر ټرمپ دا خبره د نومبر پر ۲۲مه د امریکا له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې ده.

هغه زیاته کړې چې تېر ځل یې ځکه له طالبانو سره موافقه لغوه کړې وه چې هغوی فکر کاوه د خلکو په وژلو به د قدرت تر لاسه کولو لپاره ګټه واخلي.

د امریکا ولسمشر د سپټمبر په میاشت کې له وروسته له طالبانو سره خبرې لغوه کړې چې هغوي په کابل کې داسې برید وکړ چې د یو امریکايي په ګډون پکې دولس تنه ووژل شو.

امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې وخت کې له طالبانو سره په نوې موافقې د کار کولو خبره کړې چې دې ډلې د نومبر پر ۱۹مه د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان امریکايي کیوین کینګ او اسټرالیايي تیموتي ویکس له شاوخوا ۳ کلن بند وروسته خوشي کړل.

افغان حکومت د دې استادانو د ازادېدو په بدل کې د انس حقاني په شمول د طالبانو درې لوړپوړي چارواکي له زندانه ور خوشې کړل او ويې ویل چې د سولې په خاطر یې دا کار کړی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه وروسته دا خبرې کړې چې د نومبر پر ۲۱مه يې له افغان ولسمشر او پاکستاني وزيراعظم سره د ټليفوني خبرو پر مهال د بهرنيو استادانو د پرېښودو په قضيه کې د دواړو مننه وکړه.

د نومبر پر ۲۱مه د پاکستاني وزیراعظم له دفتره په جاري شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر ټرمپ او وزيراعظم عمران خان پر دوه اړخيزه اړيکو او سيمه ييزو چارو خبرې وکړې او په دې لړ کې رابطو ته پر دوام ورکولو سلا شول.

پر دې مهال دواړو لوريو موافقه وکړه چې په افغانستان کې به د سولې هدف ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار ته دوام ورکوي.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د نیول شویو امريکايي او اسټرالوي استادانو په خوشې کېدو کې د پاکستان د مثبت کردار ستاينه وکړه.

‌اخوا د افغان ولسمشر وياند صديق صدیقي د نومبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې د ټليفوني خبرو پر مهال افغان ولسمشر اشرف غني خپل امریکايي سیال ته د سولې لپاره د اووه فقره یي حکومتي پلان په اړه معلومات ورکړل او ښاغلي ټرمپ د سولې لپاره د اساسي شرط په توګه پر اوربند ټینګار وکړ.

د صدیقي په وینا ولسمشر ټرمپ د سولې په پروسه کې د افغان حکومت رول او مدیریت مهم وباله.

طالبانو تردې دمه د اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو غوښتنې رد کړې دي.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG