د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ضلعې په کالج کې د کتابونو مېله لګېدلې ده


د مېلې عکس
د مېلې عکس

خیبر - د نیشنل بک فاونډیشن له خوا د خیبر قبایلي ضلعې په پوسټ ګریجویټ کالج کې په لومړي ځل د کتابونو داسې میله لګیدلې ده چې زده کوونکو ته پکې په ارزانه بیه کتابونه ورکول کیږي.

د خیبر پوسټ ګریجویټ کالج پرنسپل شیر بهادر د کتابونو دې میلې په اړه مشال ريډیو ته وویل چې زده کونکو پکې ډيره دلچسپي واخیسته.

(موږ خپلې لایبریرۍ لپاره هم ترې کتابونه واخیستل ، دا سمه ده چې اوس د ډیجیټل لایبریریو دور دی خو په هر ځای کې انټرنییټ نشته، د کتاب ارزښت هیڅ کله هم نه کمیږي ، موږ غواړو کتاب کتنې نه محرومه نه شو ، مطالعه وکړو او مخکې لاړ شو)

د نیشنل بک فاونډیشن یو چارواکي عالم خان مشال راډیو ته وویل چې د دې میلې مقصد په زده کونکو کې د کتاب کتنې شوق بیدارول دي.

(۴۰ فیصده رعایت باندې دا کتابونه ورکوو ، موږ سره د کتابونو ګرځنده دوکان هم شته دا ګرځي او مختلفو سکولونو او پروګرامونو ته ورځو او دا کتابونه پرې په ارزانه بیه خرڅوو)

د کالج یو زده کونکي زبیح الله اپریدي وویل ، ( د ساینس او ادب ځینې کتابونه مې پکې واخیستل، ډير ارزانه دي، د فلسفې ، جنرل نالج ، انګریزۍ ، حالات حاضره او اردو کتابونه هم پکې شته)

د نیشنل بک فاونډیشن چارواکو وویل چې دوي به نورو قبایلي ضلعو ته هم ورځي او هلته به په زده کونکو کې د کتاب شوق پیدا کولو لپاره داسې میلې لګوي.

XS
SM
MD
LG