د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرلاڅو لار خلاصه شوه


پخوانی عکس
پخوانی عکس

پېښور - د کورمې په خرلاڅو کې د نومبر پر ۲۲مه تاجرانو ، ټرانسپوټرانو او د کسټم کلیئرنګ ایجنټانو د خپلو غوښتنو او هلته پر تجارتي ټرمینل د بې ځایه تنګولو او سختۍ پرضد پیل کړی احتجاج ختم کړی دی.

احتجاج کوونکیو د پاکستان او افعانستان ترمینځ مرکزي لار د نومبر له ۲۰مې تړلې وه او پر ټرمینل یې له کاره تر انکار وروسته ټولې تجارتي هلې ځلې په ټپه درولې وې خو اوس د دوي د احتجاج تر ختمېدو وروسته دا هر څه بحال شوي دي.

د کسټم کلئیرنګ ایجنټانو د اتحادیې مشر محمد عابد خان خټک مشال راډیو ته وویل چې احتجاج یې له هغه وروسته ختم کړی چې بېګاه د تاجرانو یو پلاوي د پوځ له ځايي مشر بریګېډیر نجف عباس سره مذاکرات وکړل.

ده وویل چې د پوځ ځايي مشر د دوي منلې دي او د موجودو ستونوز د هواري ژمنه یې ورسره کړې ده.

محمد عابد خان خټک وویل چې د دوي بینادي غوښتنې دا دي چې د خرلاڅو پر تجارتي ټرمینل د ګاډو چاڼیز عمل له تیزولو سره پر روډ پرمټ ګاډو باندې پاکستان ته د را اوښتو بندیز لرې کول ، او بله دا چې د ملک نورو ټرمینلو په شان هلته هم تاجرانو ته اسانتیاوې برابرول.

د خرلاڅو ځايي مشر او تاجر سید نبي حسین وايي، هلته په پرمټي ګاډي کې له افعانستانه سامان په راوړلو له اتو میاشتو بندیز دی خو په نورو ځایونو کې داسې هیڅ خبره نیشته نو دې بد سلوک دوي احتجاج ته مجبوره کړل.

په پاړه چینار کې د تاجرانو اتحاديې یو مشر حاجي مصایب حسین وايي، که پوځ یې په خبره عمل وکړو او پر پرمټي ګاډو بندیز له پورته کولو سره هلته تاجرانو ته سهولتونه یې ورکړل نو دا به نه یوازې دا چې د دوي اقتصاد ښه کړي بلکې د ملک په ګټه به هم تمام شي.

په دغه اړه د پوځ دریځ مخې ته نه دی راغلی.

له کورمې د افغانستان مختلفو سیمو ته پنځه لارې تللې دي خو په هغو کې پر دغه وخت هلته یوازې د خرلاڅو پر لار تجارت روان دی.

په ۲۰۱۸ کال کې د خرلاڅو تجارتي ټرمینل تر جوړېدو وروسته د تري منګل، شرکو، بوړکي او شهیدانو ډنډ لارې حکومت تړلې وې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG