د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د ماشومانو په ځورونه تورن کس ولې ګمارلی وو؟


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

پراګ - د پاکستان په سېنټ کې د بشري حقونو کمېټۍ د دې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت څنګه د سهېل ایاز په نامه داسې کس ته نوکري ورکړې وه چې له ماشومانو سره جنسي تېري پرې ثابت شوي وو.

یادې کمېټۍ دا غوښتنه د نومبر پر ۲۲مه د پپلز ګوند د مخکښ سنېټر مصطفی نواز کهوکهر په مشرۍ کې شوې غونډه کې کړې ده.

د کمېټۍ په غونډه کې پر دې حېرانتیا ښودل شوې چې څنګه یو مجرم ثابت شوي کس ته د حکومت د سلاکار دنده ورکړل شوې وه.

دا له هغه وروسته ده چې د راولپنډۍ پولیسو د نیولي کس سهېل ایاز په اړه یادې کمېټۍ ته خپل رپورټ وړاندې کړ.

سهېل ایاز هغه کس دی چې د تېره اونۍ د راولپنډۍ پولیسو نیولی او دی منلي دي چې تر ۳۰ له زیاتو ماشومانو سره یې جنسي تېري کړي دي.

کمېټۍ پرېکړه کړې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او وفاقي تحقیقاتي ادارې – ایف ای اې – استازي به په دې اړه وضاحت وړاندې کوي چې دې کس ته څنګه اجازه ورکړل شوې وه.

کمېټۍ دا غوښتنه هم کړې ده چې د نیول شوي کس د تعلیمي اسنادو او تجربو په اړه معلومات او هغه اشتهار دې ورته وړاندې شي چې د خیبر پښتونخوا حکومت پرې دې کس ته نوکري ورکړې وه.

د خیبر پښتونخوا سېنیر وزیر عاطف خان مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه داسې طریقه کار نه وو چې د چا د ګمارلو پر وخت دې دې له هغه څخه د پولیسو ریکارډ هم واخیستل شي.

"که یو چا په بهر ملک کې داسې څه کار کړی وي نو له موږ سره خو د هغه لپاره داسې نظام نه وي ، په کار ده چې کتل کېږي خو تر اوسه له موږ سره د دې لپاره داسې څه طریقه کار نه وو"

د عاطف خان ګوند تحریک انصاف له ۲۰۱۳م کاله په خیبر پښتوخوا کې واکمن دی. له نوموړي مو وپوښتل چې دوي کله د لوړو چوکیو لپاره خلک ګمار نو طریقه کار یې څه وي؟

ده وویل , "د هرې محکمې خپل خپل طریقه کار وي ، په عامه توګه چې یو انټرویو اخیستل کېږي یا ازموینه کېږي نو هغوي خو د خلکو علمي سویه ګوري ، مسلکي تجربه او معیار کتل کېږي".

دا مسله له هغه وروسته راپورته شوه چې د راولپنډۍ پولیسو د نومبر پر ۱۲مه وویل ، د سهېل ایاز په نامه یې داسې کس نیولی دی چې پر ۳۰ ماشومانو د جنسي تېري کولو اعتراف یې کړی دی.

د راولپنډۍ پولیسو د سېنټ کمېټۍ ته ویلي چې ۴۶ کلن سهیل ایاز د نړۍ په نهو هیوادونو کې ګرځېدلی خو په برتانیا او اټلي کې هم پرې له ماشومانو سره د جنسي تېري تورونه ثابت شوي او سزا شوی وو.

XS
SM
MD
LG