د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ادریس خټک ورور عدالت ته ځي


د ادریس خټک ورور عدالت ته ځي
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکي ادريس خټک ورور اوېس خټک وايي د جمعې پر ورځ به په پېښور های کورټ کې د هغو ادارو خلاف کېس جمع کوي چې د ده ورور يې تښتولی دی او غوښتنه به ورته کوي چې ورور يې عدالت ته حاضر کړي. د ده په خبره چې په ورور يې څه قسمه تورونه وي نو بايد چې په عدالت کې ورته د سپيناوي موقع ورکړل شي ځکه چې دا يې قانوني حق دی. پاکستانیو چارواکیو پر دغه پېښه هېڅ غبرګون نه دی کړی. خو د واکمن پاکستان تحریک انصاف یوه پارلېماني غړي اقبال اپرېدي ویلي، پاکستاني امنیتي ځواکونه کله هم یوڅوک بې دلیله نه اوچتوي، او زیاتوي که پر خټک یو څه تور نه وي نو خوشې به شي. د ادريس خټک له ورور اوېس خټک سره زموږ همکار اسرار عالم مومند مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې تاسو به نن د جمعې پر ورځ په دې لړ کې څه کوۍ نو هغه وايي:

XS
SM
MD
LG