د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست انځوریزامېل: سړکونه او لښتي جوړېږي

د خوست ښار د سړکونو او لختیو د رغولو کارونه پیل شول
نجیب الله الوخېل
د چارشنبې په ورځ د خوست ښاروالۍ لخوا د ښار د یو شمېر سړکونو او لښتیو د اساسي جوړولو پر څلورو پروژو کارونه پیل شول.
چارواکي وايي، د دې پروژو په پلي کېدو سره به د ښار هغه سړکونه او لښتي جوړ شي، چې نورو يې اړتیا يې ډېره ده.
بل لوري ته خوست ښاریان وايي، په ښار کې د بیارغونې د پروژو اړتیا ډېره ده، خوحکومت ورته لازمه پاملرنه نه ده کړې.
خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزي مشال راډیو ته وویل، ښاریانو په پرلپسې توګه د ښار د سړکونو او لښتیو د اساسي رغونې غوښتنه درلوده.
دی وايي، درې پروژې يې اوس پرانیستې او دوه مهمې پروژې مخکې په ښار کې روانې دي، چې په نویو پروژو کې د سبزیو د منډيي په خوا کې د یو څلور لاري د جوړولو په ګډوند ښار ځیني سړکونه او لختي به په اساسي توګه ورغول شي.
خوست ښاروال له ښاریانو هم وغوښتل، چې د ښار په پاک ساتلو او حتی رغنیزو چارو کې دوی سره مرستې وکړي.
په خوست ښار کې په نویو پیل شویو پروژو کې د ۴۰۱۷ مترو په اوږدوالي د سړکونو یوې بلې خوا ته د لښتیو جوړول، د ښار د سبزۍ منډيي په لوري د غځیدلو سړکونو او هلته د یو څلور لاري جوړول شامل دي، چې پدې برخه څه باندې ۳۲ میلیونه افغانۍ لګښت کیږي او کارونه به يې د ۶ میاشتو په موده کې سرته ورسیږي.
د چارواکو د غوښتنو په غبرګون کې د ښار کاروباریان وايي، چې دوی حکومت سره همکاره دي، خو د ښار ابادۍ ته د حکومت هغومره توجه نشته چې اړتیا يې ده.
د ښار یو دوکاندار عبدالطیف منګل وویل، پدې ځای کې د یوې وړې پروژې په پلي کیدو میاشتې-میاشتې تیریږي چې خلک يې تر ګټې ستونزې ډېرې ګالي.
دی وايي، ښاروالي دې د ښار پروژې په یو وار څو شرکتونو ته ورکوي او د ورځې پر ځای دې شپې ورباندې کار کوي.
خوست والي محمدحلیم فدايي هم د خلکو ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او له ښاروالۍ غواړي چې په پروژو دې تر ډېره د شپې لخوا کار کوي.
ښاغلي فدايي هم ټېنګار وکړ، تر څو چې د ښار په ټولو مسایلو کې ښاریان همکار نشي، د یو ښه ښار هیلې ته نشي رسیدلی.
د ښاري شورا یو غړی انجینر بریال دا ډول پروژې ګټورې بولي او وايي، پدې سره کرار-کرار په ښار کې شته ستونزې هواریږي.
د خوست په ښار کې پر ځینو رغنیزو پروژو داسې مهال کارونه پیلیږي، چې د دې ښار ډیری سړکونه، لښتي او جادې خراب دي او اساسي رغولو ته اړتیا لري.
دا مهال د چارواکو په وینا د خوست ښار په بېلابېلو برخو کې د نږدې ۹۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په یو شمېر پروژو کار روان دی، چې ځينې يې بشپړیدو ته نږدې شوې دي.

په خوست ښار کې چاودنې د ټرافیکو یو افسر وژلی او درې نور يې ټپیان کړي

نن د چارشنبې په ورځ غرمه مهال د خوست ښار په مجاهد څلور لاري کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو ټرافیک افسر وژل شوی او دوه ټرافیک افسران او یو ولسي وګړی ټپیان شوي دي.

د خوست د امنیه قومدانۍ ویاند حیدر عادل مشال راډیو ته وویل، چې وژل شوی ټرافیک غني شاه نومیږي، چې د ګاډو د لیسنس مدیر وو.

ده وویل، پدې پيښه کې دوه نور ټرافیک او یو ملکی وګړي ټپیان شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند دا هم وویل، چې ماین د ښار په ګلدان کې ځای پر ځای شوی وو.

بلخوا د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي بیا د ټپیانو شمېر څلور تنه ښيي.

د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وايي، د پيښې له ځایه د یو وژل شوي ټرافیک مړی، همدارنګه څلور ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي، چې درې يې ترافیک او یو ملکي وګړی دی.

تر اوسه د پيښې مسوولیت کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

خوست: د سیم کارتونو څخه د غلا یوه دستګاه او په تور يې ۵ تنه ونیول شول

نن د چارشنبې ورځې ماسپښین خوست کې د ملي امنیت منسوبینو د مخابراتي شبکو د مشتریانو له سیم کارتونو څخه د پيسو د غلا کولو یوه پټه نصب شوې دستګاه چې د یادې ادارې په وینا خلکو ته يې مالي زیانونه اړول ونیوله.

چارواکي وایي، په ښار کې د دې پټې دستګاه د نصب او فعالیت په تور پنځه کسان هم نیول شوي، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې او تحقیقات پیل شوي دي.

د خوست د ملي امنیت رسنیز دفتر مشال راډیو ته وویل، د نیول شوې دستګاه تر خوا ۷ سیم بکسې، یو ډي لینک، درې وای فای الې، څلور پايې لب ټاپ کمپیوټرونه او د بیلابیلو مخابراتي شبکو خواوشا ۹ زره غیر ثبت شوي سیم کارتونه او د دې دستګاوو نور اړوند ټول وسایل او لوازم نیول شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې دې کسانو به په پټه لدې وسایلو څخه په استفادې د مخابراتي شبکو د مشتریانو له سیم کارتونو پیسې پټولې او پدې توګه يې خلکو ته مالي زیانونه اړول.

د تحقیقاتو په جریان کې به دا هم روښانه شي، چې نیول شویو کسانو خو د خلکو شخصي مالوماتو او مکالمې ته لاسرسۍ نه لاره.


نور وښیئ

انځور سایز

نجیب الله الوخېل

نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر په اړه رپورټونه جوړوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG