د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي مشرانو د داعشیانو ورسپارلو هر کلی کړی


په ننګرهار کې د تسلیم شوي د داعشیانو میرمنې او ماشومان.
په ننګرهار کې د تسلیم شوي د داعشیانو میرمنې او ماشومان.

د پاکستان د قبايلي سيمو ځينو سياسي او نورو مشرانو د افغان ولسمشر د دې وړنديزهرکلی کړی چې له قبايلي سيمو سره د تعلق لرونکيو داعش غړو مېرمنې او ماشومان به قبايلو ته سپاري.

البته دوی پر دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې افغانستان ته د دې خلکو د تلو ذمه واري پر چا راځي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وايي په تېره اوونۍ کې چې د ننګرهار ملي امنیتي ځواکونو ته داعش وسله وال تسلیم شوي ول، تر څلورو سوو پورې پکې ښځې او ماشومان ول.

د چارواکو په وینا په دې مېرمنو او ماشومانو کې يې اکثریت د خیبر پښتونخوا له قبایلي سیمو سره تعلق لري.

افغان ولسمشر اشرف غني د نومبر پر ۱۹مه په جلال اباد کې وويل چې دغه قبايلي میرمنې او ماشومان به د پاکستان حکومت ته نه بلکې قبايلو ته سپاري.

له خېبر ضلعې سره تعلق لرونکي قبايلي مشر او سياستوال شا جي ګل اپريدي پرون مشال رېډيو ته وويل د افغان ولسمشر لخوا دغه يو مثبت وړانديز دی خو دوی به د حکومتي ادارو په اجازه دغه کار کوي:

"دا يو ښه ګام دی، دا له موږ سره د افغان ولسمشر، حکومت او خلکو يوه ښېګړه ده ځکه چې کوم خلک د افغان رياست خلاف استعمال شوي او د هغو باوجود افغان حکومت هغه موږ ته سپاري نو زه وېم چې دا خو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې يو لوی پرمختګ دی".

همداراز څرګندونې د نومبر پر ۱۹مه له خېبر ضلعې سره تعلق لرونکی او د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف پارلېماني استازي اقبال اپريدی هم مشال راډيو ته وکړې خو نوموړی وايي که له داعش وسله والې ډلې سره تعلق لرونکي دغه مبينه قبايلي وګړي دوی ته وسپارل شول نو د پاکستان د قانون مطابق به ورسره چلند کېږي:

"دا خلک که هرچاته وسپارل شي خو د پاکستان حکومت به ورسره خپل قانوني چلند کوي ځکه چې دا د داعش ډلې غړي دي او داعش يوازې د پاکستان او افغانستان نه بلکې د ټولې نړۍ د امنيت لپاره خطر دی"

د چيف اف وزيرستان يا د وزيرستان مشر ملک نصر الله بيا وايي چې کله افغان حکومت له دوی سره رابطه وکړي نو له هغو وروستو به بيا دوی خپله تګلاره ټاکي. نوموړي د سېشنبې پر ورځ مشال رېډيو ته وويل:

"موږ به اول دا مالوموو چې ايا د دې کسانو زموږ له سيمو سره تعلق شته او کنه؟ له دې وروستو به بيا خپله پريکړه کوو".

په پېښور کې د سيمه يزو چارو پوه رحيم الله يوسفزی وايي که افغان حکومت له داعش ډلې سره تعلق لرونکي مبينه قبايلي وګړي د پاکستاني حکومت پر ځای قبايلي مشرانو ته وسپارل نو له دې سره به د اسلام اباد او کابل ترمنځ له وړاندې ترينګلې اړيکې له پسې خرابې شي:

"د اسلام اباد او کابل ترمنځ له وړاندې اړيکې خرابې دي او که اوس افغان حکومت بيا اسلام اباد له منځه اوباسي نو له دې سره به د دواړو هېوادونو پر يوبل بې باوري نوره هم زياته شي".

موږ هڅه وکړه چې د خېبر پښتونخوا او پاکستان مرکزي حکومتونو سره هم پر دې اړه خبرې وکړو خو بريالي نشو.

د دواړو حکومتونوله مشيرانو او وزيرانو سره په وار وار رابطو کولو باوجود هېچا پر دی موضوع خبرې ونکړې او ځينو بيا وويل چې کله د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت پر دې کوم دريځ رامنځته کړي نو بيا پرې هله دوی خبره کولای شي.

البته رحيم الله يوسفزی وايي چې په داعش ډله کې ډېرې هغه پاکستانيان دي چې پخوا په تحريک طالبان پاکستان کې وو.

نوموړی وايي دا وسله وال په پاکستان کې تر پوځي عملياتو وروسته له خپلو کورنيو سره افغانستان ته تللي وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG