د پاکستان انتخاباتو کمیشن ویلي د تحریک انصاف د بهرنیو چندو په اړه د مقدمې اوریدنه به اوس هره ورځ کوي. دا خواست د اپوزېشن ګوندونو رهبر کمیټۍ کړی وو.
دا پرېکړه د کمېشن هغه دوه کسیزې جرګګۍ (بنچ) کړې ده چې د نومبر پر ۲۰مه نېټه ورته رهبر کمېټۍ هره ورځ د مقدمې اورېدو خواست کړی وو.
د پاکستان انتخاباتو کمیشن ویلي د هرې ورځې پر بنیاد به د دې مقدمې اورېدنه د نومبر له ۲۶ مې نېټې پیل شي.
اپوزيشن ګوندونو له انتخاباتي کمیشنه غوښتنه کړې ده چې له بهرنیو هېوادونو د پېسو ترلاسه کولو په اړه د تحريک انصاف پرضد د مقدمې اورېدنه دې هره ورځ وکړي.
د نهه اپوزېشن ګوندونو مشرانو د نومبر پر ۲۰ مه نېټه په اسلام اباد کې په دې
وزیراعظم عمران خان د نومبر پر ۲۱مه نېټه په یو بیان کې ویلي ول چې د دغه مقدمې په اړه د اندېښمنېدو هېڅ خبره نشته او هغه د خپلو شتمنیو په اړه ټول مالومات د عدالتونو سره جمع کړي دي.
تړاو د انتخاباتي کميشن مشر سردار رضا خان ته يو يادداښت وړاندې کړ.
په دې موقع د رهبرکمېټۍ مشرانو له خبريالانو سره خبرې وکړې او وې ويل چې بايد د تحريک انصاف پرضد دا فيصله نوره سر ته ورسول شي.
د رهبر کمېټۍ مشر اکرم خان دراني وویل چې تحريک انصاف ولې ددې مقدمې اورېدنه په وار وار ځنډوي؟
هغه زياته کړه: ''موږ خواست کوو چې د انتخاباتي کمیشن مشر دې هره ورځ ددې مقدمې اورېدنه وکړي چې نوره د ځنډ ښکار نشي. که چېرته دا مقدمه سرته ورسېده نو که خدای کول تحريک انصاف به د ګوند په حیث هم ولاړ شي او حکومت به يې هم ختم شي.''
اپوزيشن ګوندونه پوښتنه راپورته کوی چې اخر ولې د دې مقدمې فيصله نه کېږي.
د انتخاباتو کمېشن مخې ته د رهبر کمېټۍ یوه بل غړي او د مسلم ليګ (ن) يوه مشر احسن اقبال وینا وه: (نن د اپوزېشن ټول ګوندونه ځکه دلته راغلي دي چې د پاکستان تحريک انصاف سره د بهرنیو هېوادونو د چندو رسوايي په پاکستاني سياست کې د درغليو تر ټولو لویه هغه ده.)
اکبر اېس بابر چې د پاکستان تحريک انصاف په بانیانو کې وو، په ۲۰۱۴ م کال کې يې د خپل ګوند خلاف یې عدالت ه مقدمه وړې وه او تور يې لګولی وو چې د شااوخوا درې ميليونه ډالرو غېرقانوني فنډونه د پاکستان تحريک انصاف چارواکیو ته د حوالې (هونډۍ) له لارې لېږل شوي دي.
د ده په خبره د دې پیسو رېکارډ له الېکشن کمېشنه پټ ساتل شوی وو خو پاکستان تحريک انصاف دغه تورونه رد کړي دي.
وزیراعظم عمران خان د نومبر پر ۲۱مه نېټه په یو بیان کې ویلي ول چې د دغه مقدمې په اړه د اندېښمنېدو هېڅ خبره نشته او هغه د خپلو شتمنیو په اړه ټول مالومات د عدالتونو سره جمع کړي دي.
بلخوا په پاکستان کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند په مشرۍ اپوزيشن ګوندونو د لارو بندولو او احتجاجي ناستو ختمولو اعلان کړی دی. پرون [د نومبر پر ۱۹مه] ناوخته په اسلام اباد کې د اپوزیشن ګوندونو د رهبر کمیټۍ له غونډې وروسته حکومت مخالفه مشرانو یوې ګډې خبري غونډې ته وویل چې د حکومت پر ضد به په ضلعي کچ ګډ احتجاجونه او ولسي غونډې جاري ساتي.
پر دې مهال د جمیعت علما اسلام ف ګوند مخکښ او د رهبر کمېټۍ مشر اکرم خان دراني وویل چې دوی به لارې خلاصوي خو د احتجاج بڼه به بدلوي.
"رهبر کمیټۍ دا وړاندیز کړی چې د حکومت خلاف د احتجاج په توګه د لارو تړل موثره دي خو د عامو خلکو مشکلاتو ته په کتو سره دې احتجاج کوونکي لارې نه بندوي. د رهبر کمېټۍ په وینا زه د رسنیو له لارې خپلو کارکوونکو ته امر کوم چې سر له ننه دې لارې خلاصې کړي."
اکرم خان دراني زياته کړه چې له دوی سره ملګري د اپوزيشن نهه ګوندونه اوس هم پر خپلو غوښتنو ولاړ دي چې د وزيراعظم عمران خان استعفا او د انتخاباتو بيا کول يې په سر کې راځي. له نوموړي سره په دغه خبري غونډه کې د مسلم لیګ ن، عوامي نېشنل ګوند، پیپلز پارټۍ او د اپوزیشن د ځېنو نورو ګوندونو مشران هم ناست ول.
د جمعيت علما اسلام ف ګوند په مشرۍ اپوزيشن ګوندونو د حکومت پر ضد د
ازادي مارچ په نوم خپله احتجاجي ناسته د اکتوبر پر ۳۱مه په اسلام اباد کې پيل کړه خو د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د نومبر پر ۱۱مه ناوخته د پرلت ختمولو او د پلان بي په نوم د احتجاج د دويم پړاو پيلولو اعلان وکړ. د هېواد په يو شمېر برخو کې لارې بندول او احتجاجي ناستې کول د پلان بي برخه وې. خو اکرم خان دراني وويل چې تاجرانو او ولس ته د ورپېښو مشکلاتو له کبله يې د لارو خلاصولو پرېکړه کړې ده.
بلخوا د پاکستان مرکزي حکومت ويلي چې عمران خان به هېڅکله د اپوزيشن پر غوښتنه د وزيراعظمۍ له چوکۍ څخه استعفا ونکړي خو له اپوزیشن ګوندونو سره مذاکراتو ته تیار دی.
د فېسبوک تبصرې