د لاسرسي ځای

تازه خبر

ادریس خټک دې ژر وموندل شي. اېچ ار سي پي


ادریس خټک
ادریس خټک

د پاکستان بشري حقونو سازمان پر حکومت د حقونو فعال ادريس خټک د ژر موندلو ږغ کړی دی.

ډان ورځپاڼې نن ليکلي چې ادريس خټک د نومبر پر ۱۳ مه نېټه هغه وخت له ادعا سره سم وتښتول شو چې له اکوړه خټکه صوابۍ ته پر لار وو.

ورځپاڼه زياتوي چې د ادريس خټک ډرايور شهسوار په انبار پوليس سټېشن کې شکايت درج کړی چې څلور نامالومو کسانو د صوابی پر انټرچېنچ د دوی موټر ودرولی او هغه يې وتښتولی.

پوليسو د هغه د تښتونې په اړه څه نه دې ويلي البته هيومن رايټس کميشن اف پاکستان پر حکومت غږ کړی چې ادريس خټک دې راپېدا کړي. سازمان نن پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د خلکو په جبري توګه په حراست کې د ساتلو غندنه کوي او پر پاکستاني رياست ټينګار کوي چې د شهريانو په اړه دې خپلې اييني ذمه وارانې پوره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG