د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: خامنه‌یي د تېلو نوي سرکاري نرخ ملاتړ وکړ


په ایران کې ولسي اعتراضونه

د ایران مشر ایت‌ الله علي خامنه‌ یي وايي، د تېلو نرخ زیاتولو په برخه کې د سرکاري پرېکړې ملاتړ کوي.

د ایران حکومت د پنجشنبې په ورځ د یوه لیټر تېلو نرخ له ۹ سنټو څخه ۱۲،۷ سنټو ته پورته کړ او و یې‌ ویل چې د هر شخصي موټر خاوند په میاشت کې یوازې ۶۰ لیټره پټرول رانیولی شي.

ایت‌الله علي خامنه‌ یي د دې مظاهرو پروړاندې په خپل لومړي غبرګون کې پرون (یکشنبه) وویل چې د حکومتي پرېکړې ملاتړ کوي. هغه له امنیتي چارواکو هم وغوښتل چې د امنیت په ټینګولو کې خپلې دندې عملي کړي.

ده په ایران کې د تېلو نرخ لوړېدو پرضد ولسي لاریونونه بد وګڼل.

د ایران په لسګونه ښارونو کې د جمعې له ورځې راهیسې مظاهرې پیل شوي او په ترڅ کې یې په سلګونه تنه نیول شوي او یو شمېر نور وژل شوي دي. راپورونه وايي چې د ایران په یو شمېر سیمو کې د پولیسو او مظاهره‌چیانو ترمنځ خونړی اخ‌وډب شوی دی.

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي
د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي

فارس نیمه دولتي خبري اژانس پرون (یکشنبه) راپور ورکړ چې د ایران په بېلابېلو برخو کې نږدې زر تنه د مظاهرو په خاطر نیول شوي دي.

خامنه‌یي د تېلو د بیو پر لوړېدو په اعتراض کې پر مظاهرو په خپل لومړني غبرګون کې وویل، سره له دې چې په دې برخه کې ډېر خبر نه‌دی، خو د حکومت د مشرانو د پرېکړې ملاتړ کوي او باید دا پرېکړه عملي شي.

هغه زیاته کړه: "ما وویل چې په دې قضیو خبر نه‌یم، خو که د درې ګونو قواوو مشران فیصله وکړي زه‌یې ملاتړ کوم. ما دا ویلي، ملاتړ یې هم کوم. د قواوو مشران دي، په خپل منځ کې سره کېناستل د خپل تخصص پر اساس‌یې د هېواد لپاره پرېکړه وکړه، باید پرېکړه‌یې تطبیق شي."

په همدې حال کې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا سفیر جان رکولتا (یکشنبه) په دوبۍ کې له اسوشییېټېډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې د ایران د مظاهرو په اړه وویل: "موږ د رژیم بدلون غوښتونکي نه‌ یوو، موږ به د ایران خلک پرېږدو چې د خپل راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه وکړي، خو د دوی راتلونکې دا ده چې د نړیوالې ټولنې یوه برخه واوسي. فکر کوم چې خلک ناهیلي دي، دوی ازادي غواړي، دوی غواړي چې د نړۍ ازاد بازارونه ورته پرانیستي وي. کوم انکشافات چې تاسې وینئ په دې معنی دي چې د ایران خلک حکومت ته وايي چې بدلون غواړي."

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایران د حکومت ضد مظاهره چیانو ته ویلي ول چې امریکا به له دوی سره په څنګ کې وي.

د ایران مشر ایت‌الله خامنه‌یي د سیر جان په سیمه کې د جمعې په ورځ د یوه مظاهره چي وژنه تایید کړې ده، خو په یکشبه ناوخته د ایران یوه جګپوړي چارواکي اسدالله عباسي د تهران په شهریار سیمه کې د یوه تن وژل کېدل تایید کړه.

ویل کېږي چې په کرمانشاه کې هم یو پولیس وژل شوی دی، خو غیر رسمي راپورونه وايي چې په اصفهان، بهبهان، کرمانشاه، کرج او شېراز کې لسګونه تنه وژل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG