د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ۱۰ کاله پس کرکټ ټېسټ لوبه


د پاکستان کرکټ لوبډلې مشر سرفراز احمد ويکټ ساتي (ارشيف)
د پاکستان کرکټ لوبډلې مشر سرفراز احمد ويکټ ساتي (ارشيف)

پراګ - پاکستان به پر خپله خاوره څه باندې ۱۰ کاله وروسته د کرکټ ټېسټ لوبه کوي. ټاکل شوې چې د سريلنکا کرکټ لوبډله به راتلونکې مياشت پاکستان ته سفر کوي او هلته به د دې هېواد د کرکټ له ملي لوبډلې سره د ټېسټ لوبو دوې سيالۍ کوي.

رويټرز خبري اژانس ليکي، د پاکستان کرکټ بورډ نن [د نومبر پر ۱۴مه] اعلان وکړ چې د سريلنکا د کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې مياشت په پاکستان کې د دغه هېواد له کرکټ لوبډلې دوې ټېسټ لوبې کوي. دا په څه باندې ۱۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې د پاکستان پر خاوره به د کرکټ نړيواله ټېسټ لوبه کېږي.

په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې د سريلنکا پر کرکټ لوبډلې وسله والو بريد وکړ چې په نتيجه کې يې شپږ امنيتي ساتندويان او دوه ولسي وګړي ووژل شول او شپږ لوبغاړي ژوبل شول.

پاکستان تر دې بريد وروسته په شپږو کلونو کې د نړيوال کرکټ د هېڅ برخې د سياليو کوربه توب ونه کړ. د پاکستان په کرکټ بورډ کې د نړيوال کرکټ د څانګې مشر ذاکر خان په يو بيان کې ويلي چې دا د پاکستان لپاره ډېر ښه خبر دی ځکه چې په دې ګام سره اوس پاکستان هم د نورو هېوادونو په څېر د کرکټ لوبو لپاره خوندې ځای دی.

پاکستان د روان [۲۰۱۹م] کال په سېپټمبر او اکتوبر مياشتو کې پر خپله خاوره له سريلنکا سره درې يو ورځنۍ او درې شل اووريزې لوبې وکړې خو په هغو لوبو کې د سريلنکا د ملي لوبډلې ۱۰ لوبغاړو د امنيتي اندېښنو له کبله ګډون نه و کړی.

د سريلنکا کرکټ بورډ يوې سرچينې رويټرز اژانس ته ويلي چې پاکستان پر سفر کولو څه وېره وه خو تر وروستيو لوبو وروسته اوس هغه اندېښنې کمې شوي دي. دغې سرچينې ويلي چې اوس بورډ پاکستان ته د خپلې بشپړې ملې لوبډلې پر لېږلو غور کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ ويلي چې له سريلنکا سره لومړۍ ټېسټ لوبه به په راولپنډۍ کې د ډېسېمبر له ۱۱مې تر ۱۵مې کېږي او دويمه لوبه به په کراچي کې د ډېسېمبر له ۱۹مې تر ۲۳مې تر سره شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG