د لاسرسي ځای

تازه خبر

د 'ازادۍ مارچ' دوهم پړاو تصادم ته تلی شي. خټک


اسلام اباد کې د ازادۍ مارچ برخوال. ۲۰۱۹، ۱۳ نومبر
اسلام اباد کې د ازادۍ مارچ برخوال. ۲۰۱۹، ۱۳ نومبر

د جمعيت علما اسلام ف د حکومت پرضد د احتجاج دوهم پړاو اعلان کړی دی. دوی د وزيراعظم عمران خان لیرېکولو او په هېواد کې د نويو ټولټاکنو غوښتنه کوي. خو حکومت وايي، وزيراعظم به هېڅکله څوکۍ پرېنږدي.

د جمعيت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن د نومبر پر ۱۳مه د حکومت پرضد د احتجاج دوهم پړاو اعلان کړ او ويې ويل چې دا به پرامنه وي. په دې کې د هېواد په مختلفو ضلعو کې لوی لارې د تګ راتګ لپاره تړل کېږي.

په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکی او سياستوال افراسياب خټک مشال راډيو ته وويل، ټول جمهوري قوتونه پر دې خبره متفق دي چې په هېواد کې د پوځ څارنۍ پرته انتخابات پکار دي. د مولانا فضل الرحمن د پلان بي يعني د احتجاج دوهم پړاو په اړه افراسياب خټک وويل، له دي وروسته به دا خبرې د تصادم پر لور ځي ځکه چې تر اوسه د دوی او حکومت ترمنځ یوازې د يو بل خلاف بيانونه ورکړل شوي دي خو په يو بل يې غرض نه دی ساتلی. که چېرې د لارو تړلو خبرې شروع شي نو بيا به تصادم ته خبره ځي. په هغه صورت کې څوک نشي ويلي چې دا به کوم شکل اختياروي. له دې سره به تصادم او تاوتريخوالي زيات شي.

د ازادۍ مارچ ختمولو پس یې ګډونوال خپلې کېږدۍ ټولوي. ۱۳م نومبر، ۲۰۱۹
د ازادۍ مارچ ختمولو پس یې ګډونوال خپلې کېږدۍ ټولوي. ۱۳م نومبر، ۲۰۱۹

جمعيت علما اسلام ف د اکتوبر په ۲۷ له کراچۍ د ازادۍ په نامه لاريون پيل کړي ول چې د اکتوبر پر ۳۱مه اسلام اباد ته ورسېد. په اسلام اباد کې خبريال او د سياسي چارو شنونکی هارون رشيد مشال راډيو ته وويل چې مولانا فضل الرحمن د خپل پلان مطابق فيصلې کوي خو چا ته يې نه ښکاره کوي.

''داسې ښکاري چې مولانا صيب اپوزشن ګوندونو ته يو پيغام ورکړ، که چرې له دوی سره په احتجاج کې نه شاملېږي نو هغه يې په يوازې سر همکولی شي. زما په فکر خلکو پرې نيوکې کولې چې اسلام اباد ته يې دومره کسان نه دي راوستي. حکومت هم له درېوو څلورو ورځو راهيسې مذاکرات نه دي کړي نو پر حکومت د فشار اچولو لپاره يې خپله کړنلاره [حکمت-عملي] کې بدلون راوستی دی.''

خبريال هارون رشيد زياته کړه چې تر دې مخکې هم احتجاجي ناستې شوي دي او ځينې مذهبي ګوندونو له دې ګټې پورته کړي دي خو جمعيت علما اسلام خپل احتجاج ته زيات سياسي رنګ ورکړی دی. هم په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکې او خبريال حسن خان مشال راډيو ته وويل چې مولانا فضل الرحمن د واپسي لاره لټوله ځکه يې دا پلان اعلان کړ.

''موږ له څو ورځو راهيسي کتل چې په احتجاجي ناسته کې يې رضاکار پاتي وو. هغه شان خلک نه وو پاتي. زمه په فکر مولانا صیب دا ګڼل چې موږ خپل اهداف ترلاسه کړل، اسلام اباد ته راغلو، واکمن تحريک انصاف ګوند ته وښوده چې له موږ سره خلک شته او په هر وخت کې له دې زيات خلک راوستلی شو. دا د مولانا صيب له اسلام اباده واپسي ده.''

د ترهګرۍ په نامه د خلکو اوچتول ودروئ: مولانا فضل الرحمن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:33 0:00

بلخوا د وزيراعظم لپاره د اطلاعاتو سلا کاره فردوس عاشق اعوان د نومبر په ۱۳مه په ټويټر پاڼه ليکلې چې د مولانا پلان ب B د سياسي بدحواسۍ پلان دی او د هېواد بې ټېکه کولو [غير مستحکمولو] ټولې منصوبې يې ناکامه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG