هېلري کلنټن د بريتانوي حکومت هغه پرېکړه ((بې جوازه او شرموونکې)) بللې چې د دغه هېواد پر سياستونو به د روسيې د نفوذ په اړه پارلماني راپور نه خپروي.
مېرمن کلنټن چې د امريکا د ٢٠١٦م کال ولسمشريزو انتخاباتو ته ولاړه وه خو بريالۍ نه شوه، دا څرګندونې پرون له بي بي سي سره په يوه مرکه کې کړې دي.
هغې ويلي، د بريتانيا ولس د ډيسمبر پر ١٢مه په عمومي انتخاباتو کې تر برخې اخيستو وړاندې بايد د پارلمان د استخباراتي او امنيتي کمېټې پر موندنو خبر شي.
مېرمن کلنټن ويلي چې په دې کې هېڅ شک نشته چې روسيه په ځانګړې توګه هڅه کوي چې زموږ لپاره نه بلکې د خپلو ګټو لپاره د لوېديځو جمهوريتونو سياست ته تغير ورکړي.
د هغې دا تبصره په داسې حال کې خپرېږي چې د بريتانيې د اپوزيشن کارګر ګوند ويلي چې پر دوى دوې انټرنېټي حملې شوي دي.
د بريتانيې امنيتي ادارو پارلمان ته د دې راپور خپرولو اجازه ورکړې ده خو د وزيراعظم بوريس جانسن دفتر يې په عامه خپرېدل منظور نه کړل.
د بريتانيې حکومت ويلي د ملي امنيت ملحوظاتو ته په پام سره دغه راپور نور وخت ته اړتيا لري چې تر خپرېدو مخکې بيا وکتل شي.
د فېسبوک تبصرې