د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګله دېش کې د توپان له وېرې زرګونو خلکو کډې کړي


د ارشیف انځور

د بنګله دېش چارواکي د هیواد په بېلا بېلو برخو کې د توپان له وجې د خلکو د ژوند د اغېزمنه کېدو خبر ورکوي.

چارواکي وايي، قوي توپان د هیواد ساحلي سیمو ته رسېدلی او سلګونه زره خلک خوندي ځایونو ته کډه شوي دي.

د بنګله ديش د هواپېژندنې د ادارې چارواکو د نومبر پر ۱۰مه وویل چې د «بلبل» په نامه توپان د هېواد جنوبي برخو ته او همدا رنګه هغو سیمو ته چې د هند سره پر پوله پرتې دي، رسېدلی دی. چارواکي وايي، دا توپان ساحلي سيمو ته خطر جوړولی شي.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې د ادارې يو چار انعام الرحمن ويلي دي چې تر درو لکو پورې کسان خوندي ځايونه ته رسول شوي او يو اعشاريه اته مليونه کسان به په راتلونکو څو ساعتونو کې محفوظو ځايونه ته کډه و کړي.

د نومبر پر نهمه خواو شا ۵۵ زره رضاکاران په کليو او بانډو کې کور په کور وګرځېدل او خلکو ته يې خوندي ځايونو ته د تلو خبر ورکړ.

د بنګله دیش پوځ هم ځینو کلیو ته استول شوی او بحري ځواکونو ته په توپان ځپلو سيمو کې د بيړنيو مرستو کار سپارل شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG