د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې په ۴۲م ورځ هم د ډاکټرانو هړتال دوام لري


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

په خېبر پښتونخوا کې د نومبر پر پنځمه په ۴۲م ورځ هم د ډاکټرانو هړتال دوام لري او دوی نن په ټول صوبه کې د لويو روغتونونو مخې ته د څه وخت لپاره سړکونه د احتجاج په توګه بند کړي ول.

ډاکټران تور پورې کوي چې د حکومت له نوي پاليسۍ سره به د ناروغانو لپاره وړيا او ارزان سهولتونه ختم شي او د صحت محکمې د کارکوونکو د سرکاري ملازمت ډانچه به ختمه شي خو صوبايي حکومت ويلي چې دوی يوازې د روغتيا په څانګه کې اصلاحات راولي او روغتونونه به نه شخصي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG