د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د اسلام اباد ریډ زون ته تلونکې ټولې لارې وتړلې


ریډ زون ته تلونکې یو لاره
ریډ زون ته تلونکې یو لاره

اسلام اباد ، پراګ - د جمیعت علما اسلام ف ډلې د مشر مولانا فضل الرحمان له اړخه چې پاکستاني وزيراعظم عمران خان ته د استعفی ورکولو لپاره کومه وروستۍ نېټې ورکړې وه هغه نن ماخستن پوره کېږي.

مولانا فضل الرحمن د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د لاريون ګډونوالو ته د وينا پر مهال ويلي وو چې که عمران خان په دوو ورځو کې استعفی ورنکړه نو د ده په وینا پر احتحاج ناست خلک به د وزیراعظم کور ته ورشي او په زور به استعفی ورڅخه واخلي.

نوموړي پرلت ته په یو بله وینا کې اشاره وکړه چې که عمران خان استعفی ونکړي نو د پرلت له ګډونوالو سره د اسلام اباد ریډ زون ته ورتګ یې هم په وړاندیزونو کې شامل دی.

د حکومت په داسې حال کې چې د مولانا فضل الرحمان له اړخه ورکړل شوی مهلت نن ماخستن پای ته رسي ، حکومت نن رېډ زون ته تلونکې څلور واړه لارې په کنټېنرونو درولو سره تړلې دي.

رېډ زون د اسلام اباد ښار هغه سيمه ده چې پکې د پاکستان د وزيراعظم د دفتر تر څنګ ، پارلمان ، سېنټ ، سپریم کورټ ، د پاکستان سرکاري ټلویژن، مهم سرکاري دفترونه او د یو شمېر هیوادونو سفارت خانې هم موجودې دې.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال وايي چې حکومت ریډ زون ته پر تلونکو لارو لکه نادرا چوک ، جناح اونیو ، مېرټ هوټل او سرینا چوک کې کنټېنرونه درولي دي او په لوی شمېر پولیس هم ځای پر ځای شوي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د دفاع وزیر پرویز خټک په مشرۍ کې د حکومتي مذاکراتي کمېټۍ غړو د نومبر پر دویمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې د وزیراعظم عمران خان د استعفی امکان هم نشته.

پرویز خټک وویل چې دوي د مولانا فضل الرحمان د هغې خبرې پرضد د نومبر پر څلورمه عدالت ته ځي په کوم کې چې هغه له عمران خان څخه په زور د استعفی اخیستلو اشاره کړې وه.

بل پلو د نومبر پر دویمه د اپوزیشن ګوندونو پر استازو د مشتملې رهبر کمیټۍ په غونډه کې د حکومت پرضد د احتجاج لپاره د اجتماعي استعفاګانو په ګډون ځینې وړاندیزونه ورکړل شوي دي.

د یادې کمېټۍ مشر او د جمعیت علما اسلام ف ډلې مخکښ اکرم دراني تر غونډه وروسته خبریالانو ته وویل چې د اپوزیشن ګوندونه به پر وړاندېزونو غور کوي او له هغې وروسته به د راتلونکي لپاره تګلاره جوړوي.

ده وویل ، “موږ وړاندیزونه ورکړي د رهبر کمیټۍ غړي به دا له خپلو ګوندنو سره شریکوي په دې کې زموږ اجتماعي استعفاګانې، هړتال او لوی سړکونه بندول شامل دي.”

د اکرم دراني په وینا ، هر هغه کار چې د تحریک لپاره ضروري وي، هغه ټول یې وړاندی کړي دي.

د جمعیت علما اسلام ف ګوند لخوا د حکومت پرضد د ازادۍ مارچ په نامه په روان احتجاج کې د عوامي نېشنل ګوند ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ، پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ نواز په ګډون ځینې نور اپوزیشن ګوندونه هم شامل دي.

خو پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ نواز وړاندې ویلي وو چې په اسلام اباد کې به د پرلت برخه نه جوړېږي بلکې پر ځای به یې د احتجاج نورې لارې غوره کوي.

د پیپلز پارټۍ غړي اخونزاده چټان د نومبر پر دویمه مشال رېډيو ته وویل، د رهبر کمیټۍ هره پرېکړه به د دوی د ګوند هم وي.

د مسلم لیګ نواز ګوند یو غړی صدیق الفاروق بیا وايي، ګوند یې رهبر کمیټۍ نه جدا تګلاره نه لري او د کمیټۍ هره فیصله به پرمخ وړي.

ده وویل چې مسلم لیګ ن به د هغه ټولو پریکړو پابندي کوي چې د رهبر کمیټۍ په غونډه کې پرې ټول سلا شي.

جمعیت علما اسلام ف ګوند د حکومت پرضد د اکتوبر پر ۲۷مه له کراچۍ څخه د ازادی مارچ په نامه د اسلام اباد پر لور لاریون پیل کړی وو چې بیا ورسره د بلوچستان ، خیبر پښتونخوا او پنجاب قافلې هم ملګرې شوې وې.

دوي د اکتوبر د ۳۱مې په شپه اسلام اباد ته ورسېدل او له هغه راهسې یې هلته پرلت وهلی دی. دوي وايي تر هغو به ناست وي چې عمران خان استعفی نه وي ورکړې.

حکومت وايي رهبر کمېټۍ ورسره تړون کړی چې ریډ زون ته به نه ورځي. د دوي په وینا که چېري اپوزېشن له دې تړون څخه سرغړونه وکړه نو پرضد به یې له زوره کاره واخیستل شي.

اپوزېشن ګوندونه وايي ، د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې د پراخو درغلیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی دی نو ځکه یې دوي نه مني.

عمران خان او د هغه تحریک انصاف ګوند دا تور ردوي او وايي چې اپوزېشن ګوندونه یو پلو ولس رد کړي وو او بل پلو اوس د خپلو پخوا کړیو درغلیو پټولو لپاره احتجاج کوي.

پاکستاني وزيراعظم عمران خان د نومبر پر دریمه د اپوزيشن روان احتجاج ته په اشاره پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې دوی له ده درې لفظونه ياني اېن ار او اورېدل غواړي خو د ده په وینا ، دی به کله هم داسې ونه کړي.

عمران خان ویلي چې داسې کول له هېواد سره د غدارۍ پر مانا دي. د عمران خان په خبره،د این ار او اورېدو له لارې اپوزيشن له احستاب نه ځان بچ کول غواړي

XS
SM
MD
LG