د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ نندارې پر تړلو د بشري حقونو سازمان اندېښنه


کراچۍ کې د نقیب مسید په ګډون ۴۴۴ یادګاري څلي چې د وژنو تور یې پر پولیسو لګول کېږي
کراچۍ کې د نقیب مسید په ګډون ۴۴۴ یادګاري څلي چې د وژنو تور یې پر پولیسو لګول کېږي

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان د دغه هېواد د ریاستي اهلکارانو له لوري په زوره د کراچۍ یوې هنري نندارې پر تړلو سخته اندېښنه ښودلې ده.

یاد سازمان په خپل بیان کې ویلي چې د بیان ازادي او د هنري هلوځلو ازادي، یو باثباته هېواد او یوه روغه ټولنه باوري کوي. د بشري حقونو سازمان کاږي، له بده مرغه د کراچۍ نندارتون ته په مټې سلګونه کسان ورغلي ول خو سرکاري بندیز یو نړیوال خبر ترې جوړ کړ.

په کراچۍ کې د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه ځینو کسانو هغه نندارتون ودراوه چې پکې د پولیسو په لاس د وژل شویو کسانو په اړه عکسونه، فني اثار او یو فلم ښودل کېده. د دې دستورې منتظمین وايي ځینې کسان ورته ورغلي او ورته یې ویل چې دوی د پاکستان استخباراتي کارکوونکي دي.

په نندارتون کې د هغو ۴۴۴ وژل شویو کسانو څلي درول شوي وو چې تور یې د کراچۍ په پخواني پولیس افسر راو انوار پورې شوی خو هغه یې ردوي. په وژل شویو کې یو وزیرستانی ځوان نقیب الله مسید هم شامل وو چې پر سر یې عدالتي کاروايي او ولسي غورځنګ پیل شو.

د نقیب مسید وکیل او د حقونو مبارز جبران ناصر په کراچۍ کې د اتوار په ورځ د نندارتون له ګډوډېدو وروسته خبري غونډې ته وویل:

((د پارک د دې هال چاپېره تاسو ولیدل چې د راو انوار په مشرۍ د پولیس لخوا ناحق وژل شویو ۴۴۴ کسانو علامتي څلي ودرول شوي دي. او په هال کې دننه یوه ویډیو ښودل کېده چې پکې د نقیب مسید او د هغه د پلار محمد خان تر څنګ د هغه ځای عکسونه شامل وو چې پکې نقیب مسید شهید شوی وو. خو څو کسان راغلل او موږ ته یې وویل چې له حساسو ادارو سره تعلق لري او غواړي چې دا پروګرام بند کړي. تالار ته یې جرنده ولګوله او موږ ته یې دړکه راکړه چې که دستوره جاري وساتو نو کمپیوټرې او نور سامان به رانه بهر وغورځوي.))

د جبران ناصر په وینا په دې فلم کې د هغو کسانو د وژنو په اړه تفصیلات خلکو ته ښودل کېده چې له ۲۰۱۱مه تر ۲۰۱۸ م کال پورې په ((جعلي)) پولیس مقابلو کې وژل شوي وو.

د دې فلم او هنري نمونو جوړونکې او اداکارې عدیلې سلېمان هم هغې خبرې غونډې ته وویل چې په فن او هنر بندیزونه د منلو وړ نه دي:

((موږ هنرمندان په احساساتو او هغو واقعاتو خپل اظهار کوو چې زموږ په ذهنونو ژور نقش پرېږدي. ما په دې فلم کې صرف هغه پېښه بیا تکرار کړې چې یو کال وړاندې په کراچۍ کې شوې، رسنیو کې رپورټ شوې او ټول خلک پرې خبر دي. خو زه نه پوهېږم چې د یوه هنرمند لپاره د خپلو احساساتو د اظهار اجازت به له چا اخیستل کېږي.))

د نندارتون درولو په اړه د سیند حکومت لا هم څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې وزیرستانی ځوان نقیب الله مسید د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ کې اول لا درکه شو. بیا یې مړی وموندل شو او په اړه یې پولیسو ادعا وکړه چې هغه د ترهګرو ملګری وو خو وروسته تحقیقاتو ثابته کړه چې نقیب مسید بې ګناه وو او په جعلي پولیس مقابله کې وژل شوی دی. له هغه وروسته پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شو چې د نورو غوښتنو تر څنګ د نقیب مسید په وژنه کې تورن پولیس افسر راو انوار ته د عدالتي سزا ورکول غواړي.

د راو انوار او ملګرو پر ضد یې مقدمه پیل شوې، له دندې لیرې شو او بیا وروسته عدالت په ضمانت خوشې کړی چې له هېواده په بهر وتلو یې عدالتي بندیز لګېدلی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG