د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې


د مسکو غونډه د ۲۰۱۸ز کال د نومبر نهمه.
د مسکو غونډه د ۲۰۱۸ز کال د نومبر نهمه.

روس، چین او پاکستان په افغانستان کې د جنګ ختمولو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

د اکتوبر پر ۲۵مه په ماسکو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد او روسیې، پاکستان او چین د استازیو ترمنځ غونډه وشوه.

په غونډه کې د سیاسي او سفارتي لارې په افغانستان کې د قراري پر ځای کولو لپاره شریکو هڅو ته بیا کتنه وشوه.

له غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل شو چې روسیې، چین او پاکستان د بین الافغاني خبرو وړاندې یوې لوظنامې ته د رسیدو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ ژر تر ژره د خبرو بیا پیل غوښتنه کړې ده.

بلخوا د طالبانو د قطر دفتر یو چارواکي د اکتوبر پر۲۶مه مشال راډیو ته ویلي چې د اکتوبر پر ۲۸مه په بیجینګ کې کیدونکي بین الافغاني مذاکرات ځنډیدلي دي.

د راپورونو ترمخه طالبانو له کابله راتلونکي پلاوي په ځینو غړیو اعتراضونه کړي وو. افغان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG