د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف له سختې ناروغۍ پس روغتون ته منتقل


نواز شریف
نواز شریف

د پاکستان پخوانۍ وزیراعظم او د مسلم لیګ ن رهبر نوازشریف د روغتیا خرابېدو او د ډاکټرانو اندېښنو وروسته د ګل پر ورځ ناوخته له زندانه روغتون ته وړل شوی دی.

ډاکټرانو لومړی ویلي ول چې نوازشریف ته ډینګي تبه شوې خو بیا د نهې پر ورځ یې وویل چې د هغه په بدن کې یوه ماده پلیټلیټ کم شوي دي.

د نواز شريف شخصي ډاکټرعدنان ملک د اکتوبر پر۲۱مه په خپل ټويټر پاڼه ليکلي د نوازشريف د وينې په نمونه کې د پليټېلېټس شميره ترخطرناکه حده پورې کمه شوې چې لوجې د نوموړي حالت د اندېښنې وړ دی د نوازشريف معاينه کولو وروسته د نېب چارواکو ته يې خواست وکړ چې نوموړې دې د نور علاج لپاره هسپتال ته منتقل کړي.

د ډاکټر عدنان د ټویټ وروستو د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف نیب دفتر ته له ورتللو وروسته له نواز شريف سره يوځای د لاهور سروسز هسپتال ته ورغلو.

شهباز شريف په خپل يو بيان کې وويل د خطرناکه علاماتو باوجود نواز شريف هسپتال ته نه استول بدترينه غچ دی.

شهبازشريف په حکومت تور په پورې کولو سره وويل د عمران خان حکومت د نوازشريف ژوند سره لوبې کوي او خبردارې يې ورکړو که په نوازشريف څه وشول نو ذمه واره به يې وزيراعظم عمران خان وي.

بلخوا نېب په خپل يو بيان کې ويلي دي نوازشريف طبيعت اوس ښه دې او په هسپتال کې يې مکمل چېک اپ روان دې. د نوازشريف شخصی ډاکټر د ګل په ورځ تر ۳ ساعته پورې له نوموړي سره و او هر ۲ نه ۳ ورځې وروسته ډاکټر عدنان ته د نوازشريف د معاينې اجازه ورکړې کيږي.

په بيان کې ويل شوي د ټولوراپورونو جايزه اخيستو وروسته د راتلونکي لپاره به تګلاره جوړوي.

بلخوا اسوشيېټېډ پرېس لیکي چارواکو د ګل پر ورځ د نواز شریف زوم محمد صفدر له هغې وروسته ونیوه چې هغه نوازشریف ته د زهرو ورکولو تور پورې کړ. چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

خو د مسلم ليګ ن يومخکښ صديق الفاروق وايي نوازشريف شخصي ډاکټر ته کله اجازه ورکړې کيږي اوکله نه نېب ته دا معلومه ده چې نوازشريف ناروغه دې خو دې باوجود ورسره ښه سلوک نه کوي که يادې ادارې ورته د صحت ښه سهوليات ورکړې وې نو نن به نوازشريف په داسې حالت کې نه وې نو ځکه موږ وايو چې ځېني کسان نواز شريف وژل غواړي او که نېب وايي چې داسې نه ده نو بيا ورته ولې د صحت پورا سهوليات نه ورکوي.

په پاکستانيو رسنيو کې د نوازشريف د صحت خرابيدو خبر خپريدو وروسته د مسلم ليګ ن ډلې ځينې مشران او ګڼ پلويان د سروسز روغتون مخې ته راټول ول او د نېب چارواکو او حکومت پرضد يې نعرې ووهلې بلخوا د لاهور انتظاميې د څه قسمه بدې پيښې مخنيوي لپاره د هسپتال نه بهر په لوی شمېر کې امنېتي سرتېري ګومارلي دي.

نوازشريف دا مهال د چودري شوګر ملز په قضيه کې د نېب په حراست کې دی. د لاهور احتساب عدالت نوموړې تيره اونۍ د څوارلس ورځو په ريمانډ نېب ته سپارلې وو. نوازشريف ته د اسلام اباد احتساب عدالت په العزيزيه سټيل مل قضيه کې د اوو کالو بند سزا هم اورولې ده.

ډي پي اې لیکي نوازشریف ته د شکرې ناروغي وه او شاوخوا دوه کاله وړاندی یې په لندن کې د زړه علاج هم کړی وو.

نوازشریف په ۲۰۱۶م کال کې د پاناما اسنادو خپرېدو او په هغې د درغلیو تورونو مخې ته راتللو وروسته له وزیراعظمۍ لیرې کړل شو. سپریم کورټ د هغه په سیاسي فعالیتونو بندیز لګولې دی.

XS
SM
MD
LG