د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پوهنتون وایس چانسلر دې ونیول شي: زده کوونکي


بلوچستان پوهنتون
بلوچستان پوهنتون

کوټه - په بلوچستان کې د بېلا بېلو سازمانونو زده کوونکو د اکتوبر پر ۲۱مه نه یوازې د بلوچستان پوهنتون له کلاسونو بایکاټ کړی بلکې د پوهنتون مخې ته یې احتجاج هم کړی دی.

احتجاج کوونکو ویلي چې ترڅو د پوهنتون وایس چانسلر او له هغه سره ملګري نه وي نیول شوي تر هغه وخته به د دوي مظاهرې روانې وي.

په بلوچستان پوهنتون کې زده کوونکو له هغه وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د یاد پوهنتون نه په پټو کېمرو اخېستل شوې ځینې ویډیوګانې مخې ته راغلې.

د اکتوبر پر ۲۱مه د شوې احتجاجي مظاهرې او پرلت له کبله د کوټې مشهور سریاب روډ تر څو ساعتونو تړل شوی وو.

د مظاهرې یو ګډونوال سمیع الله مشال راډیو ته وویل ، د دې هر څه تر شا د پوهنتون وایس چانسلر دی او هغوي باید سره له ټولو ملګرو ونیول شي.

ده وویل چې په پوهنتون کې داسې پټې کېمرې لګول شوې وې چې د ښځینه زده کوونکو ویډیوګانې جوړې کړي او بیا به یې هغوي ځورولې.

دا له هغه یوه ورځ وروسته ده چې د بلوچستانګورنر امان الله خان یاسین زي په امر د بلوچستان پوهنتون د رییس یا وایس چانسلر دنده وځنډول شوه.

د امان الله خان یاسینزي له دفتره د اکتوبر پر ۲۰مه، په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې دا ګام په بلوچستان پوهنتون کې د وېډیو سکېنډل د مخې ته راتلو نه پس اخېستل شوی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د وایس چانسلر جاوید اقبال دنده به تر هغې ځنډېدلې وي چې د ویډیو سکېنډل پلټنې بشپړې شوې نه وي.

د ګورنر له خوا پروفیسر محمد انور پانېزی د پوهنتون لنډمهاله مشر ټاکل شوی دی او هغه د اکتوبر پر ۲۱مه خپله دنده پیل کړې ده.

د محصلینو د ټولنې یو مشر کبیر افغان وايي، د وایس چانسلر ترڅنګ دې په یاد سکېنډل کې د تورنو ټولو چارواکو خلاف قانوني ګامونه پورته کړل شي.

د بلوچستان پوهنتون د سکېنډل د څېړلو لپاره د پاکستان د څېړنو وفاقي ادارې - اېف ای ای - پلټنې پیل کړې دي او د اکتوبر تر ۲۷مې به خپل رپورټ هایکورټ ته وړاندې کوي.

د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ سپيکر مير عبدالقدوس بزنجو هم د ويډيو سکېنډل د پلټنو لپاره د اسمبلۍ په تېر اجلاس کې د یوې لس کسيزې کمېټۍ جوړولو اعلان کړی وو.

دقدوس بزنجو په وينا د هر ګوند يو يو غړی به په کمېټۍ کې شامل وي او د ويډيو د سکېنډل پلټنې به کوي.

هغه ویلي وو ، زموږ نجونه لاوارثه نه دي، په پوهنتون کې د نجونو ځورول د اندېښنې وړ معامله ده، دا د زغملو نه ده، په دې کې د ککړو خلکو په ضد به سخته قانوني کاروايي کيږي."

هغه مهال د پوهنتون وایس چانسلر جاويد اقبال هم په يوه ويډيویي پيٖغام کې ويلي وو چې د ويډيو سکېنډل په هکله کوم خبرونه خپاره شوي دا ریښتيا نه دي.

د نوموړي په وينا داسې ګنګوسې د پوهنتون د نوم د بدنامۍ هڅه ده.

XS
SM
MD
LG