د لاسرسي ځای

تازه خبر

شفیق افریدی وايي، د خپلې وروسته پاتې سیمې تقدیر بدلول غواړي


دا اوونۍ په مشال مرکه کې له خیبر ضلعې نه د صوبايي اسمبلۍ غړي شفیق افریدي سره غږېدلي یو.

نوموړی د خیبر د باړې سیمې سره تړاو لري او په قام اکاخېل دی. هغه لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې ترسره کړې دي او بیا وروسته یې په یکه غونډ کالج، ټیکنیکل کالج او نورو تعلیمي ادارو کې زده کړې کړې دي.

شفیق افریدي له زده کړو وروسته کاروبار ته مخه کړه او د یو کارخانه دار په توګه کې یې تر ډېرو کلونو پورې کار وکړ.

نوموړی زیاتوي، د دوی خلقه د پاکستان له جوړېدو راهېسې وروسته پاتې ده او ډېر کارونه کول غواړي او اوس چې خدای پاک هغه ته د خلکو د خدمت کولو موقع ورکړېده نو هغه به خپل پوره پوره کوشش کوي چې د خپلو خلکو پکار راشي.

له شفیق افریدي سره مشال مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG