د لاسرسي ځای

تازه خبر

هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزو کې دواړو غاړو ته تلفات اوړېدلي


هندي ځواکونه
هندي ځواکونه

راپورونه وايي چې په کشمیر کې د پاکستاني او هندي ځواکونو په نښته کې لږ ترلږه ۴ ملکي وګړي او ۳ سرتېري وژل شوي دي.

له دواړو خواوو څخه بېلابېل رارسېدلي راپورونه وايي چې ښايي د تېرې شپې (اکتوبر ۱۹مه) په دې نښته کې د تلفاتو شمېر زیات شي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د اکتوبر پر ۲۰مه پر ټویټر په یو بیان کې د دې حملې پړه پر هند اچولې او وايي، د هند پوځ د کنټرول د کرښې له بلې غاړې د توپ ډزې وکړې چې هدف یې عمداً د ملکي وګړو په نښه کول وو.

هغه زیاتوي چې پاکستاني سرتېرو په ځوابي ډزو نهه هندي سرتېري ټپیان کړي دي.

بلخوا د هندي پوځ ویاند کرنل راجیش کالیا رویټرز او اې پي خبري اژانسونو ته ویلي چې پاکستان یې په یوه سرحدي پوځي پوسته او ولسي سیمه په نښه کړې چې پکې یو پوځي او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

نوموړی وايي چې په دغه برید کې درې نور ولسي وګړي ژوبل شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG