پراګ ـ د شامي کرد ملېشې یو مشر رېدور خلیل ویلي، سرتېري به یې هله د امریکا په منځګړیتوب د شوې موافقې له مخې د هېواد له شمال شرقي سرحدي سیمې نه ووځي چې ترکي ځواکونه پاتو شونو کردي سرتېرو او ولسي وګړیو ته په جنګ کې له ګېرې سیمې څخه د وتلو اجازه ورکړي.
دا بیان له هغې وروسته خپور شوی چې د رپورټونو ترمخه د ترکي پولې سره نږدې د شام په سرحدي سیمه کې ترکي او کردي ځواکونو په یو بل د موافقې د سرغړونو تورونه لګولي دي.
په عېن حال کې د ترکي د بهرینو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د اکتوبر پر۲۰مه وویل چې انقره په پلان شویو محفوظو سیمو کې د یو کردي سرتېري پاتې کېدل هم نه مني.
د ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان د شام په شمال کې کرد ځواکونو ته د اکتوبر پر ۱۹مه خبرداری ورکړی وو چې که هغوی په ټاکل شوي وخت کې له سيمي و نه وتل نو له سختې کارروايۍ سره به مخ شي.
د ترکیې حکومت د اکتوبر پر ۱۷مه له امریکا سره موافقه وکړه چې د اکتوبر تر ۲۲مې به د شام په شمال کې پوځي عملیات ودروي څو کرد ملېشه ځواکونه له دې سيمي ووځي.