د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا په ټولو ضلعو کې به ژر د ماشومانو ساتنه اداره کار پیل کړي


د خیبر پښتونخوا نقشه
د خیبر پښتونخوا نقشه

پراګ - په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو دفاع کوونکي وايي نه یوازې د صوبې په دولسو ضلعو کې د ماشومانو د تحفظ لپاره جوړې یونټې واپس فعالېدل پکار دي بلکه دا ادارې دې ټولو ضلعو ته و غځول شي.

په پېښور کې د ګروپ ډیولپمنټ پاکستان یو چارواکي او د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي عمران ټکر د خالي پر ورځ مشال ریډيو ته وویل دا د وخت او قانون تقاضا ده چې دا یونټې په ټوله صوبه کې کار وکړي.

"موږ له حکومته دا غوښتنه لرو چې په صوبه کې څومره ضلعې دي بايد په ټولو کې دا يونټې وي او د حکومت په مرسته دې چلیږي. په ۲۰۱۸ کال کې له دولسو يونټو څخه غير دولتي ادارې يونيسف لاس واخیستو نو ځکه دا څانګې غير فعاله شوې. کارکونکې يې بې روزګاره شو او دفترونه يې وتړل شو. له بده مرغه تراوسه پورې دا څانګې نه دي فعاله شوي. قانون شته خو د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره څانګې په عملي شکل کې نيشته"

د ماشومانو د تحفظ قانون چایلډ پروټکیشن اینډ ویلفیر ایکټ کال 2010 له مخه په صوبه کې د ماشومانو د تحفظ کمیشن لاندې په ټولو ضلعو کې د ماشومانو د تحفظ یونټې جوړېدل لازمي وګرځول شو.

د تېر کال په دسمبر کې د ماشومانو تحفظ قانون کې د ترمیم له مخې دغه چارې د ضلعې په کچه سوشل ویلفیر افسر ته وسپارل شوې.

د خیبر پښتونخوا د ولسي خیر خېګړې د محکمې سیکرټري ادریس مروت مشال ریډيو ته وویل د صوبې په دولسو ضلعو کې د ماشومانو لپاره تړل شوې یونټې به ډېر ژر بیا کار پیل کړي چې د سوشل ویلفیر چارواکو لاندې به کار کوي

" زموږ ۱۲ يونټو د يوينسيف په مرسته کار کاوه، خو چې کله هغوي پانګې ختمې کړې نو له وجې یې کارکونکي فارغه شول. بيا زموږ حکومت د دولسو يونټو لپاره ۹۶ څوکۍ جوړې کړې. په دوو مياشتو کې دننه به دغه دولس واړه يونټې فعاله شي. د دې علاوه د دولسو ضلعو د خيرښګړۍ ادارې افسران مو د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره ګمارلي دي. په پيښور کې په دوو ځايونو بورډ او حاجي کيمپ کې مو مرکزونه جوړ کړي دي چې د ماشومانو نومونه ثبت کړي او ورسره مرسته وکړي"

ادریس مروت زیاته کړه د صوبې له اعلی وزیر سره چې د سوشل ویلیفیر ډيپارټمنټ مشر هم دی، په دوه وړاندېزونو خبرې روانې دي. نوموړي وویل دوی غواړي چې په ټولو ضلعو کې د غځېدو پر ځای دوی په سیمه ایزه کچه یو څو غوره یونټې جوړې کړي چې د یو چت لاندې به نه یوازې د ماشومانو پر مسلو کار کوي بلکه د زنانه ؤ لپاره به هم کار کوي او یو مشترک هیلپ لاین به پکې موجود وي.

د ماشومانو لپاره کارکونکې ادارې سپارک یو چارواکی جهانزیب خان وايي چې که سوشل ویلفییر محکمه پیاوړې شي نو د ماشومانو او ښځو مسلې په ښه ډول حل کېدای شي.

" د ماشومانو خوندي ساتلو قانون کې ترميم شوی. دا چايلډ پروټيکشن يونټې به اوس د سوشل ويلفير يانې خير ښګړۍ محکمې لاندې کار کوي. دا هم خلکو ته د اسانتياويو ورکولو لپاره ښه اقدام دې. خو بايد له ادارو زياتيدو سره ماشومانو ته زيات تحفظ ملاو شي. خو په عملي توګه وکتل شي نو د ماشومانو خلاف په پېښو کې د کمي پرځاي زياتوالی راځي"

د ۲۰۰۸م کال پورې د صوبې په پېښور، مردان، چارسده ، چترال، صوابۍ، کوز دیر، سوات، بونیر ایبټ اباد، بټګرام، کوهاټ او بنو کې جوړو یونټو کار کوو خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې د تېر کال په اخره کې ادارو ته فنډونه ورکول بند کړل او دغه یونټې و تړل شوې.

XS
SM
MD
LG