د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ څلور غړي خوشي شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ خوشي شوي غړي
د پښتون ژغورنې غورځنګ خوشي شوي غړي

پراګ - د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيبلال پښتون ، سردار عارف وزیر ، جمشید خان وزیر او دوست محمد د اکتوبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د هریپور له زندان څخه خوشي شو.

دوي تر خوشي کېدو وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې د نیول کېدو ، خوشي کېدو او هوډ په اړه خبرې وکړې.

د روان ۲۰۱۹م کال د مې پر ۲۶مه د خړ کمر تر پېښه وروسته په بنو کې د احتجاج پر مهال نیول شوي بلال پښتون مشال راډیو ته وویل چې له زندانه بهر یې هیڅ رابطه نه وه.

ده د خپلې ګرفتارۍ او زندان په اړه وویل ، "د مې پر ۲۷مه یې په بنو کې ونیولم ، په درې ایم پي او کې یې هري پور ته یوړم ، اولس ورځې مې تېرې کړې ، بیا چې وتم نو په یو نامعلوم ایف ای ار کې یې بیرته ونیولم ، ډېره اسماعیل خان ته یې یوړم ، بیا چې خوشي کېدم نو بیا یې د ټانک په یو نا معلوم ایف ای ار کې ونیولم ، بیا له ټانک څخه بیرته په درې ایم پي او کې هریپور ته یوړم. اته شپې کم پنځه میاشتې مې جېل کې تېرې کړې"

د خړ کمر تر پېښه وروسته علي وزیر پر هغه ځای نیول شوی وو او محسن داوړ څو ورځې وروسته ځان پولیسو ته حواله کړی وو.

د دوي د ګرفتارۍ پرضد په واڼه کې د اګست پر دویمه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د سردار عارف وزیر په مشرۍ کې پراخ احتجاج کړی وو

نوموړی له یو شمېر نورو غړو سره یو ځای نیول شوی او د او هریپور زندان ته وړل شوی وو.

نوموړي د خپلې ګرفتارۍ په اړه مشال راډیو ته وویل "دوې میاشتې او شل شپې مې وشوې په بند کې. د ترهګرۍ عدالت خوشي کړي وو ، بیا یې بل تور راپورې کړی وو هغه کې بري شوي او بیا یې په درې ایم پي او کې هریپور ته وړي وو. خو موږ چې هر ځل جېل ته لاړ شو نو ایمان مو تازه شي. موږ په دې ویاړو چې د خپل پښتون قام د حقونو لپاره مبارزه کوو"

جمشید خان وزیر هم په واڼه کې نیول شوی وو. دی وايي ، پر دې سربېره به خپلې سوله ییزې مبارزې ته دوام ورکوي چې په زندان کې پرې ډېره سختي شوې وه.

ده وویل ، "لکه څنګه چې مخکې موږ پر امن وو ، اوس به هم داسې پر امن یو. خو د خپل پښتون قام د ژوند لپاره به مبارزې ته دوام ورکوو. په دې جېلونو به موږ له خپلې مبارزې نه پرشا کېږو"

دا له هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ ملا بهرام هم تر څه کم پنځه میاشتې بند وروسته د اکتوبر پر ۱۸مه په کوټه کې له زندانه خوشی شوو.

خو تر لس زیات غړي یې لا هم د ملک په بېلا بېلو زندانونو کې بند دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کوي چې د پښتنو پر خاوره د ترهګرۍ ترشا د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې دي او دوي پر خپله خاوره امن غواړي.

خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي دا تور ردوي او دا د ملک بدنامولو یو بهرنۍ ایجنډا بولي.

XS
SM
MD
LG