د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف اې ټي اېف د ترهګرۍ تمویل مخنیوي په اړه بحث کوي


پاکستان د ۲۰۱۸ز له جون راهیسې د څار په خړ لېسټ کې دی
پاکستان د ۲۰۱۸ز له جون راهیسې د څار په خړ لېسټ کې دی

پاریس - ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۱۷مه هم د ناقانونه پیسو د څار نړیواله اداره (اېف اې ټي اېف) د ټولو غړو په عمومي غونډه کې د ترهګرۍ د تمویل او د تورو پیسو د سپینونو مخنیوي په اړه بحث ته دوام ورکړي.

د دې ادارې ویاندې الېکساندرا وېمېنګا ډینییل مشال راډیو ته په استولي برېښلیک کې ویلي چې "د ټولو غړو عمومي غونډه" د اکتوبر پر ۱۶مه پیل شوه چې د اکتوبر تر ۱۸مې به روانه وي.

د اکتوبر پر ۱۶مه د پاکستان د ډان او اج نیوز په ګډون ځینو رسنیو خبر ورکړ چې اېف اې ټي اېف فیصله کړې چې د ۲۰۲۰ز کال تر فبرورۍ پورې پاکستان د ناقانونه پیسو د څار په خړ لېسټ کې وساتي.

ډان ورځپاڼې ته د مالي چارو وزارت ویاند ویلي چې دا خبر ناسم دی او د اېف اې ټي اېف ویاندې هم مشال راډیو ته لیکلي چې د "جمعې پر ورځ به د ټولو غړو د عمومي غونډې پایلې خپرې کړې" چې پکې به د هغو سیمو په اړه "بیانونه" هم شامل وي چې اوسمهال "تر څار لاندې دي."

موږ له ۴۰ څخه یوازې یوه سپارښتنه بشپړه عملي کړې، د نهو سپارښتنو زیاتره برخې مو عملي کړي. پر ۲۵ مو جزوي کار کړی او پاتې پېنځه مو له سره نه دي عملي کړې.
ډاکتر فرخ سلیم

د ناقانونه پیسو د څار پاریس مېشتې ادارې د ۲۰۱۸ز کال په جون کې پاکستان خړ لېسټ ته اچولی وو او له اسلام اباده یې غوښتنه کړې وه چې ترهګرۍ ته د پیسو برابرولو او تورو پیسو د سپینولو مخنیوي په لړ کې اقدامات وکړي.

د اکتوبر پر ۱۵مه اسوشيېټېډ پریس اژانس په یوه رپورټ کې ویلي ول چې پاکستان تر اوسه د اېف اې ټي اېف له ۴۰ څخه یوازې یوه سپارښتنه په بشپړه توګه عملي کړې.

په کراچۍ کې د اقتصادي چارو شنونکی ډاکتر فرخ سلیم هم وايي چې اسلام اباد تر اوسه زیاتره سپارښتنې نه دي عملي کړې:

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له وینا سره سم، "موږ له ۴۰ څخه یوازې یوه سپارښتنه بشپړه عملي کړې، د نهو سپارښتنو زیاتره برخې مو عملي کړي. پر ۲۵ مو جزوي کار کړی او پاتې پېنځه مو له سره نه دي عملي کړې."

ډاکتر فرخ سلیم وايي، پاکستان تر اوسه د ترهګرۍ د تمویل او تورو پیسو سپینولو مخنیوي په برخه کې قوانین جوړ کړي خو لا یې عملي کړي نه دي:

"[اېف اې ټي اېف] پر دوو سطحو [هېوادونه ارزوي] او په اړه یې فیصله کوي. یو، هغوی ګوري چې ترهګرۍ ته د پیسو برابرولو او د تورو پیسو سپینولو په برخه کې قوانین جوړ شوي او که نه. دویم هغوی ګوري چې قوانین څومره عملي شوي. پاکستان قوانین تقریباً بشپړ کړي خو عملي کړي یې لا نه دي او زما په خیال دا د ریاست د کمزورۍ ښکارندويي کوي."

د پاکستان حکومت وايي، د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې د سپارښتنو عملي کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې اقدامات کړي دي.

ډان ورځپاڼه وايي، پاریس ته د اقتصادي چارو د وزیر حماد اظهر په مشرۍ ورغلي پاکستاني پلاوي د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې غونډې ته ویلي چې اسلام اباد له ۲۷ څخه پر ۲۰ سپارښتنو عمل کړی او په برخه کې یې مثبت پرمختګ کړی.

XS
SM
MD
LG