د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه کمېټۍ د بلوچستان پوهنتون وېډيو رسوايي پلټي


په سېشنبه د بلوچستان پوهنتون زده کوونکیو د وېډیو رسوايي پرضد احتجاج وکړ. ۲۰۱۹، ۱۵ اکتوبر
په سېشنبه د بلوچستان پوهنتون زده کوونکیو د وېډیو رسوايي پرضد احتجاج وکړ. ۲۰۱۹، ۱۵ اکتوبر

کوټه: د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ سپيکر مير عبدالقدوس بزنجو د ويډيو سکېنډل د پلټنو لپاره د یوې لس کسيزې کمېټۍ جوړولو اعلان د ايالتي اسمبلۍ په روان اجلاس کې وکړ. د قدوس بزنجو په وينا د هر ګوند يو يو غړی به په کمېټۍ کې شامل وي او د ويډيو د سکېنډل پلټنې به کوي.

د ښاغلي بزنجو په وينا "زموږ نجونه لاوارثه نه دي، په پوهنتون کې د نجونو ځورول د اندېښنې وړ معامله ده، دا د زغملو نه ده، په دې کې د ککړو خلکو په ضد به سخته قانوني کاروايي کيږي."

د اسمبلۍ په اجلاس کې د بېلابېلو ګوندونو د غړیو له خوا د پوهنتون وېډيو پر معامله تود بحث وشو او وغوښتل شول چې د ککړو مامورينو خلاف دې تحقيات وشي او سزا دې ورکړل شي.

د بلوڅ ملتپال ګوند صوبايي غړي ثناء الله بلوڅ د اسمبلۍ په اجلاس کې وويل، ايف ای اې ورته ويلي دي چې له تېرو درو مياشتو په بلوچستان پوهنتون کې دوی په خپله کاروايي پیل کړې ده او د دغو ويډيوګانو په باب پلټنې کوي.

ښاغلي ثناء بلوچ نيوکه وکړه او ویې ويل چې تر اوسه پورې نه کوم کس نيول شوی او نه د چا پر ضد ايف ای آر شوی دی. د نوموړي په خبره د پوهنتون وېډیو رسوايي په هغو میندو او پلرونو کې اندېښنه راټوکولې چې لوڼه او زامن یې هلته زده کړې کوي.

یوه کمېټۍ د بلوچستان پوهنتون وېډيو رسوايي پلټي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړي نصرالله بړېڅي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د بلوچستان پوهنتون ویډيو رسوايي پر لانجه د حکومت او اپوزېشن ټول غړي یوه خوله دي، نو پکار ده چې په دغه رسوايي کې ښکېلو کسانو ته سخته سزا ورکړل شي.

بل لور ته په بلوچستان پوهنتون کې او د کوټې د مطبوعاتو دفتر مخې ته د زده کوونکو بيلابېلو سازمانونو د نهې/ سېشنبې په ورځ د نجونو زده کوونکو د ویډيو رسوایۍ پرضد احتجاجونه وشول. وروسته د بلوڅ زده کوونکیوسازمان له لوري د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ مخ ته هم احتجاج وکړ.

احتجاجیانو د بلوچستان پوهنتون د انتظامي مامورينو او د پوهنتون د مشر خلاف نعرې وکړې او ويې غوښتل چې د پوهنتون مشر دې مستعفي شي او کوم خلک چې د پټو ويډيو جوړولو او بيا د هغو ويډيو پر اساس د ښځينه زدکوونکو په جنسي ځورونه تورن دي سزا دې کړل شي.

د پښتونخوا زده کوونکو د سازمان په نمايندګي له وي او اې ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې کبير افغان تور پورې کړ، چې وایي په پوهنتون کې د ښځينه زدکوونکو د ځورولو او جنسي اړيکو ته د مجبوره کولو عمل له پخوا لا روان وو. د افغان په وينا دوی د دې عمل په خلاف له تېر يوه کاله راهیسې پر احتجاج دي خو وایي خبره يې نه اورېدول کېده.

د کبير افغان په وينا د پوهنتون د اتنظامي مامورينو له خوا د زده کوونکو پر سازمانونو بنديزونه لګول شوي دي او دا وجه ده چې اوس په پوهنتون کې داسې ناوړه پېښې کيږي. ښاغلي افغان زياته کړه که د زده کوونکو سازمانونه فعاله وای نو داسې پېښې به مخ ته نه راتلې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوڅ ملتپالو ګوندونو، هزاره ډیموکرېټیک ګوند او د جمعیت طلبا اسلام نظریاتي په ګډون د زده کوونکو اوو سازمانونو په ګډه د کوټې په مطبوعاتو دفتر کې خبري کنفرانس وکړ او له هغه وروسته يې د پريس کلب مخ ته علامتي احتجاج وکړ.

په احتجاج کوونکو کې د جميعت طلبا اسلام نظرياتي په نمانيدګۍ حافظ سيد نور وويل، په پوهنتون کې له زده کوونکو سره د ممکنه شوي ظلم غندنه کوي او په خلاف به یې ږغ پورته کوي چې په دې عمل کې تورنو خلکو ته سزا ورکړل شي.

په احتجاج کې د بي ايس او مرکزي مرستيال مشر خالد بلوچ وي او اې ډيوه ته وويل چې په پوهنتون کې د ويډيو کوم سکېنډل مخ ته راغلی د بلوچ پښتون رواياتو خلاف دی. بلوچ وایي داسې کارونه د زغملو وړ نه دي. ده له حکومته وغوښتل چې په سکېنډل کې تورن خلک او د پوهنتون مشر (وي سي) دې له دندو ګوښه کړل شي، چې شفافې څېړنې وشي.

له بلې خوا د بلوچستان ايالت اعلی وزير جام کمال عالياني په خپله يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د پېښې جدي پلټنې دې وشي او رپورټ دې ورته وړاندې کړل شي.

د پوهنتون مشر (وي سي) جاويد اقبال هم په يوه ويډيویي پيٖغام کې ويلي چې د ويډيو سکېنډل په هکله کوم خبرونه خپاره شوي دا ریښتيا نه دي. د جاويد اقبال په وينا داسې ګنګوسې د پوهنتون د نوم د بدنامۍ هڅه ده.

د ډاکټر جاوید اقبال په وينا د ايف ای اې له خوا د پوهنتون مامورين نه دي نيول شوي، خو وایي د وفاقي تحقيقاتي ادارې په پلټنو کې به ورسره مرسته کوي، که تورونه ریښتيا شي تورنو کسانو ته به سخته سزا ورکول کيږي.

که څه هم حکومتي تحقیقاتي ادارې په رسمي ډول په دې معامله لا څه نه دي ویلي خو د ایف ای اې یو افسر د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ډیوه ته وویل، د پوهنتون له انتظامي مامورینو تر اوسه د پلټنو په نتیجه کې 12 د اعتراض وړ ویډیوګانې تر لاسه شوې دي او د پوهنتون له تر سلو زیاتو مامورینو نه پوښتنې او پلټنې کېږي.

د ایف ای اې د افسر په وینا د پوهنتون په تشنابونو، د سګرېټو څکولو په ځایونو او نورو پټو ځايونو کې شپږ پټې کېمرې لګول شوې وې چې پکې د نارينه او ښځينه زده کوونکو ويډيوګانې جوړې شوې او بيا د هغو ويډيوګانو په ترڅ کې د سټاف (افسرانو) ښځينه زده کوونکې ځورولې او جنسي تېري ته مجبوره کړل شوې دي.

راپور: حفیظ شېراڼی

XS
SM
MD
LG