د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو لپاره نوي اصول جوړ کړي


پراګ - د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوالو لوبو پرمهال د لانجو د مخنیوي لپاره د کرکټ په نړیوالو اصولو کې ځینې مهم بدلونه کړي دي.

دا بدلونونه به په ځانګړې توګه د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره وي.

د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه کړې ده چې د یو ورځنیو او شل ارویزو لوبو د هر نړیوال ټورنامنټ په سیمي فاینل او فاینل کې به نور لوبه بې نتیجې یا برابره نه پرېږدي.

دا پرېکړه د یادې شورا په هغه غونډه کې شوې چې د اکتوبر پر ۱۲مه او ۱۳مه یې په دوبۍ کې پر هم دې او یو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه وکړل.

د کرکټ د نړیوالې شورا تر غونډه وروسته وویل چې اوس به د منډو د اوسط یا رن رېټ پر ځای په هره سیمي فاینل او یا فاینل لوبه کې سپر اوور تر سره کېږي تر څو چې یې نتیجه نه وي ورکړې.

د کرکټ نړیوالې شورا دا پرېکړه د ۲۰۱۹م کال د نړیوال کپ د فاینل په تناظر کې کړې ده. په هغه لوبه کې کوربه انګلېنډ و نیوزي لېنډ ته د سپر اور په نتیجه کې په داسې توګه ماته ورکړې وه چې ډېر خلک یې تر اوسه پورې لانجمنه بولي.

د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی او کرکټ روزونکی کبیر خان وايي ، د کرکټ نړیوالې شورا دا پرېکړه به ښه لوبه کوونکې لوبډلې ته د انصاف په ورکړه کې مرسته وکړي.

"موږ ولیدل چې د کرکټ په ورستي نړیوال کپ کې که څه هم له قانون سره سم وو خو انګلېنډ ته د نیوزي لېنډ په وړاندې په فاینل کې یو بې ځایه ګټه ورسېده او خلک پرې خوشاله نه وو. نو زما په خیال چې د کرکټ نړیوالې شورا د بیا بیا سپر اور کولو کومه پرېکړه کړې ده دا به د انصاف لپاره ګټور وي"

د افغانستان د کرکټ لوبڅار یا ایمپایر احمد شاه پاکتین هم د نړیوال کپ بېلګه وړاندې کوي او د کرکټ د نړیوالې شورا دا پرېکړه ستایي.

"زما په خیال خو یې دا ښه پرېکړه په دې کړې ده چې بیا د کرکټ د نړیوال کپ د پای لوبې په څیر پېښې نه رامنځ ته کېږي. د هرې لوبې نتیجه به وي او هغه به هم د رنزونو پر اساس وي"

د کرکټ نړیوالې شورا بله نړیوال ارزښت لرونکې پرېکړه دا کړې ده چې د ۲۰۲۳م کال د یو ورځنیو له نړیوال کپ څخه وروسته به تر ۲۰۳۱مه هر کال یو نړیوال ټورنامنټ تر سره کېږي.

کیبر خان وايي ، دا د کرکټ د مینه والو لپاره ښه ګام دی خو د کرکټ د تجارتي لیګونو لپاره یو ننګونه ده.

"دا به د تجارتي لیګونو لپاره یو مسله په دې جوړه کړي چې که هر کال د کرکټ نړیوال ټورنامنټ وي نو هغه ښايي له تجارتي لیګ سره په ټکر کې وي خو زما په خیال تر داسې کرکټ د هیوادونو ترمنځ نړیوال کرکټ ډېر مهم دی"

د کرکټ مشهورې ویب پاڼې لیکلي چې هند وار له مخه د کرکټ د نړیوالې شورا د هر کال یو ټورنامنټ کولو د پرېکړې مخالفت کړی دی.

هند د خپلې پراخې ابادۍ او زیاتو کرکټ مینه والو له کبله د کرکټ نړیوالې شورا ته د رسېدونکي امدن شاوخوا ۷۰ فیصده جوړوي.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG