د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس او جرمني د شام په شمال کې د جګړې ختمولو هڅه کوي


د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون او د جرمني وزیراعظمه انګیلا مېرکل
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون او د جرمني وزیراعظمه انګیلا مېرکل

فرانسې او جرمني د سوریې په شمال کې د هغو ځواکونو پر ضد چې کرُدان یې مشري کوي، د ترکیې د یرغلیزو عملیاتو د پای ته رسولو هڅې چټکې کړي دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون وايي، د ترکیې د دې عملیاتو د پای ته رسېدو لپاره د ځینو اقدامانو پر جزیاتو له جرمني سره کار کوي.

د جرمني وزیر اعظمې انګیلا مېرکل چې د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه یې په پاریس کې وه، وویل چې په شام کې د ترکیې عملیاتو بشري ستونزې رامنځته کړي او له داعش وسله والې ډلې سره مرسته کوي چې یو وار بیا سیمه پخې ټینګې کړي.

له بلې خوا د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس په واټیکان کې د یکشنبې د ورځې د دعا پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دې بحران د هواري لپاره دې ریښتونې هڅې وکړي.

ده وویل: "ټولو ښکېلو لورو او نړیوالې ټولنې ته وایم، زه له تاسو خپله غوښتنه بیا کوم چې د صداقت، شفافیت او ډیالوګ لپاره ژمن واوسئ، څو یوه موثره حل لاره پیدا کړئ."

د یادونې وړ ده چې فرانسې او جرمني دواړو پر ترکیې د وسلو پلورل درولي دي.

د فرانسې ولسمشر مکرون وویل، دا او مېرمن مېرکل به خپل راتلونکي اقدامات په راتلونکو ساعتونو او وروځو کې همغږه کړي.

تر دې مخکې د جرمني وزیر اعظمې انګیلا مېرکل د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د شام په شمال کې د ترکیې د روانو عملیاتو په اړه ټېلېفونې خبرې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG