د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستاني پوليسو لخوا شکنجه کول بايد جرم وګڼل شي"


راو انوار، په تشدد تورن پاکستانی پوليس افسر
راو انوار، په تشدد تورن پاکستانی پوليس افسر

پراګ - د بشري حقونو د څار نړيواله اداره وايي چې په پاکستان کې پوليس ملزمان شکنجه کوي او پر هغوی تشدد کوي. دې ادارې د اکتوبر پر ۱۰مه په يو بيان کې ويلي چې د پوليسو شکنجه کول بايد يو جرم وګڼل شي او په دې کې دې ککړو کسانو ته قانوني سزا ورکړل شي.

دا بيان تر هغه وروسته خپور شوی چې په دا وروستيو کې پاکستان پيپلز ګوند په پارلمان کې يو داسې قانوني مسوده وړاندې کړه چې د پوليسو لخوا پر ملزمانو تشدد جرم ګڼل شوی دی.

د بشري حقونو د څار اداره وايي چې د پاکستان ايين د اقرار لپاره پر تورونو کسانو تشدد او ربړونه منع کوي خو ځايي قانون دا ډول تشدد ته د جرم په سترګه نه ګوري. دغې ادارې د پاکستان په سېنېټ کې د پيپلز ګوند د يوې مخکښې شيري رحمان لخوا په دا وروستيو کې په پارلمان کې په دې اړه د هغه قانوي مسودې هرکلی کړی چې د منظورېدو په صورت کې به د پوليسو لخوا شکنجه کول يو جرم وګڼل شي.

له پيپلز ګوند سره اړه لرونکی د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د قانون او انصاف د سټېنډينګ کمېټۍ غړی سيد حسېن طارق د اکتوبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې د بشري حقونو د خوندې ساتلو لپاره دا اقدام ډېر ضروري دی.

د شکنجه کولو په څېر دا ډول کړنې په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.
سيد حسېن طارق


"په همدې خاطر په سېنېټ کې قانوني مسوده وړاندې شوې ده. دا اقدام په دې ډېر اړين و چې په دې کې بشري حقونه هم شامل دي."

د پيپلز ګوند لخوا دا اقدام تر هغه وروسته اخيستل شوی چې د روان کال د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان په پنجاب صوبه کې د صلاح الدين ايوبي په نوم په غلا يو تورن کس د پوليسو په حراست کې ووژل شو. فورېنزيک راپور دا تصديق وکړ چې نوموړی ډېر سخت وهل شوی و. پر دې سربېره د پنجاب د اداري فساد ضد څانګې په اګست مياشت کې په لاهور کې د پوليسو تر کنټرول لاندې داسې حراستي مرکز وموندی چې مشکوک کسان پکې شکنجه کېدل. د پاکستان حکومت د دې دواړو پېښو د پلټنو امر کړی دی.

د پاکستان پوليس اوس هم د ښکېلاک د دور پر لارو چارو عمل کوي.
مهدي حسن

اخوا د پاکستان د بشري حقونو د کميسيون مشر مهدي حسن مشال راډیو ته وايي چې دوی هر وخت د پوليسو لخوا د شکنجو پر ضد غږ پورته کړی خو دا کړنې اوس هم دوام لري.

"په پاکستان کې همېش دا ډول کړنو دوام موندلی چې د اعتراض وړ دي. د دې پر ضد وخت پر وخت غږ پورته کړل شوی دی خو پوليسو خپله کړنلاره نه ده بدله کړې. د پوليسو روزنه پر پرمختللو اصولونو نه ده ولاړه. دوی اوس هم د ښکېلاک د دور پر لارو چارو عمل کوي. هغه وخت د پوليسو کار د خلکو وېرول و، له هغوی سره همکاري کول نه و."

د پوليسو د شکنجو په اړه مې د پاکستان د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف له قومي اسمبلۍ او سېنېټ غړو په شمول له يو شمېر حکومتي چارواکو سره د اړيکې نيولو هڅه وکړه خو ځېنو له خبرو ډډه کوله او ځېنو بيا ټليفون ته ځواب نه وايه. بلخوا د اکتوبر پر ۱۰مه د پاکستان د بشري حقونو وزيرې شيرين رحمان په يو بيان کې دا منلې چې د شکنجو او په حراستي مرکزونو کې د وژنو د پای ته رسولو اړتيا شته.

XS
SM
MD
LG