د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ترهګر په تور وژل شوی ورور مې دې سپين کړل شي"


ظاهر خان اوتمانخېل
ظاهر خان اوتمانخېل

د بلوچستان په لورالايي کې د پوليسو په ډزو د وژل شوي ځوان ظاهر خان اوتمانخېل ورور فاضل خان اوتمانخېل وايي، پوليسو ورته منلې چې ورور يې بېګناه و خو بيا هم د هغه د سپينولو بيان نه خپروي.

د ترهګر په تور وژل شوی ۲۶ کلن ظاهر خان د پاکستان د شناختي کارډ جوړولو اداره ((نادرا)) کې ملازم و. کله چې په لورالايي (بوري) کې د سېپټېمبر پر ۳۰ مه نېټه په يو ځانمرګي بريد کې يو پوليس ووژل شو او دوه نور ټپيان شول نو پوليسو ظاهر خان د ځانمرګي بريدګر د ملګري په تور وواژه.

فاضل خان د اکتوبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې يواځينی ورور يې د بريد په ورځ مازديګر څه باندې څلور بجې له دفتره راوتلی و. له هغه وروسته يې د ناروغې مور لپاره درمل راخيستي او پر موټر سايکل باندې کور ته پر لاره و چې په ځانمرګي بريد کې ټپي شو.

"دوه ترهګر ول، يوه ځان وواژه او هغه بل پر موټر سايکل وتښتېدی. زما ورور هم پر موټر سايکل باندې پر لارې و چې د پېښې په ځای کې زخمي شو. په عين وخت کې نور پوليس راورسېدل اوهغوی فکر وکړ چې ظاهر خان د ترهګر [ځانمرګي] ملګری دی. ظاهر خان په زخمي حالت کې لاس ورته پورته کړی و چې زه ولسي وګړی يم خو هغوی [پوليسو] بيا هم ډزې پر وکړې."

فاضل خان زياتوي چې تر هغه وروسته پوليسو دی هم تاڼې ته بوتلی او د ترهګرو د سهولت کار په تور يې ونيوی چې بيا وروسته د مشرانو پر غوښتنه او ضمانت راخلاص کړل شو. نوموړی وايي وروسته د امنيتي ادارو کسانو مشرانو ته ومنله چې ظاهر خان بېګناه و خو تر اوسه يې رسمي اعلان نه دی کړی.

نه پوځ فاتحې ته راغلی او نه هم پوليس فاتحې ته راغله. بس خاموشي ده.
فاضل خان

"مشرانو پوليسو ته ويلي و چې ظاهر يا ترهګر ثابت کړئ يا بېګناه. پوليسو ورته ويلي و چې هغه [ظاهر] بېګناه دی او موږ [د ظاهر د وژنې] غندنه کوو او ژر تر ژره به په خپل بيان کې بدلون راولو، خو تر اوسه يې هېڅ اقدام نه دی کړی. نه پوځ فاتحې ته راغلی او نه هم پوليس فاتحې ته راغله. بس خاموشي ده."

تر دې وروسته چې مې کله له قبايلي مشر سردار اشرف خان اوتمانخېل څخه پوښتنه وکړه نو هغه وويل چې پوليسو په خُله منلې خو په ليکلې بڼه يې د ظاهر خان د بېګناهۍ اعلان نه دی کړی.

ټولو امنيتي کېمرو او د نادرا راپور سپيناوی کړی دی چې دا هلک [ظاهر خان] بېګناه و او کور ته روان و.
سردار اشرف

"د پوليسو په رپورټ کې ظاهر خان د ملزم په خانه کې دی. دوی ويل چې پلټنې يې د پوليسو صوبايي مشر ته لېږلي، چې له هغې خوا اجازه ورکړل شوه نو بيا به ظاهر خان د ملزم پر ځای شهيد اعلانوي. ټولو امنيتي کېمرو او د نادرا راپور سپيناوی کړی دی چې دا هلک [ظاهر خان] بېګناه و او کور ته روان و."

کله چې مې د لورالايي پوليسو د ايګل ځواک له مشر کمال خان مخې ته د ظاهر خان د ورور او قبايلي مشرانو بيان کېښودی نو هغه وويل چې پلټنې لا نه دې بشپړې شوي.

"پر دا خبره پلټنې روانې دي. چې کله زموږ مخ ته حقايق راغلل نو له دې سړي [ظاهر خان] سره چې مو څومره وس و، هغه [مرسته] به ورسره کوو. دم ګړی کېمرې ګورو او له شاهدانو سره خبرې کوو."

په نادرا دفتر کې د ظاهر خان څنګلوريو او ملګرو مشال راډیو ته وويل چې هغه د پلار له مړينې وروسته په دې دفتر کې د چپړاسي په حېث کار کاوه او هېڅکله يې له هغه د تشدد خبره نه ده اورېدلې. دا پېښه داسې وخت رامنځ ته شوې چې په دا وروستيو کې په لورالايي کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG