د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت د استادانو پر لاریونونو بندېز ولګاوه


سوات کې استادان د نوې سرکاري تګلارې خلاف راوتي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00

سوات کې استادان د نوې سرکاري تګلارې خلاف راوتي

د خیبر پښتونخوا حکومت په ټوله صوبه کې د بنیادي او ثانوي تعلیم څانګې استادانو پر سیاسي هلو ځلو بندیزونه لګولي دي.

په دې اړه د اکتوبر پر لسمه نېټه په خبره شوه یوه اعلامیه کې صوبايي حکومت په ټولو ضلعو کې د تعلیم څانګې چارواکیو ته د دې پرېکړې عملي کولو غږ کړی دی.

د اکتوبر پر ۱۱ مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د تعلیم لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا سلاکار ضیاء الله بنګش وویل، هېڅ سرکاري ملازم ته په سیاسي هلو ځلو کې د ګډون اجازه نشته.

نوموړي زیاته کړه، د ماشومانو میندو او پلرونو ورته شکایتونه کړي دي چې استادان په سکولونو کې د زده کړو ورکولو پرځای سیاسي غونډو او احتجاجونو له ځي نو ځکه يې دغه پرېکړه کړې ده.

ضیاءالله بنګش وویل چې استادان سرکاري ملازمین دي او چې په دوی کې چا هم دا حکم و نه مانه نو له نوکرۍ څخه به یې لیرې کړي.

بلخوا په خیبر پښتونخوا کې د تنظیم اساتذه مشر خیرالله حواري دا اعلامیه رد کړې ده او وايي چې څوک يې هم د خپلو ایني او جمهوري حقونو لپاره له اواز اوچتولو نه شي درولی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې حکومت دې خپلو ظالمانه پالیسیو ته د پای ټکی کښېږدي.

له دې سره سم د ملګرو استادانو د خیبر پښتونخوا مشر امجد ترکی وايي، په نیزدی ورځو کې يې د خپلو غوښتنو په حق کې د احتجاجونو لړۍ پلان کړې ده او حکومت غواړي چې د دې اعلامیې له لاری د دوی لار ونیسي.

نوموړي زیاته کړه هیڅکله به له خپلو غوښتنو پر شا نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په صوبه کې د ډاکټرانو په ګډون د کاروباري اتحادیو مشران او د قبایلي ضلعو زده کوونکیو سازمانونو هم د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاجي مظاهرې پیل کړي دي. بل خوا حکومت ادعا کوي چې د تعلیم، صحت او کاروبار د ودې لپاره يې هلې ځلې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG