د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د افغان مارکېټ لانجې د پېښور کونسلګري وتړله


د پېښور افغان مارکیټ دکانداران په دوو کې راګېر دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

د پېښور افغان مارکیټ دکانداران په دوو کې راګېر دي

اسلام اباد - په اسلام اباد کې د افغان سفارت په پېښور کې پر افغان مارکېټ تر چاپې وروسته هلته د خپلې کونسلګرۍ د تړلو اعلان کړی.

سفارت د اکتوبر پر ۱۱مه، په یوه بیان کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا پولیسو د اکتوبر ۱۰مې شپې مهال، په دویم ځل پر افغان مارکېټ چاپه وهلې او د افغانستان بیرغ یې ورڅخه "ښکته" کړی چې "غندنه" یې کوي.

بیان وايي، دا اقدام د "ډېپلوماټیکو او ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف" دی.

د افغان کونسلګرۍ خبرپاڼه
د افغان کونسلګرۍ خبرپاڼه

د اکتوبر پر اتمه تر چاپې او د افغان مارکېټ تر خالي کولو وروسته سفارت د کونسلګرۍ تړلو ګواښ کړی وو.

د خیبر پښتونخوا حکومت د سفارت اقدام په اړه لا څه نه دي ویلي خو د پېښور هایکورټ د مارکېټ د ملکیت لانجې پر سر په خپله فیصله کې د پېښور انتظامیې ته امر کړی وو چې هغه خالي کړي او د شوکت کشمیري په نوم یې کس ته وسپاري.

افغان سفارت وايي، مارکېټ د افغان ملي بانک ملکیت دی خو عدالت د کشمیري په حق کې فیصله کړې وه.

XS
SM
MD
LG