د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د ترکيو ځواکونو عملیات پرمخ روان دي


په شام کې د ترکي ځواکونو عملیات.
په شام کې د ترکي ځواکونو عملیات.

په شام کې د کردانو پر ضد د عملياتو پېلولو په دوهمه ورځ ترکي ځواکونه پر مخ روان دي.

د ترکيې دفاع وزارت د اکتوبر پر۱۰مه پر ټويټر ليکلي چې پوځيان یې د سولې پسرلي په نامه عملياتو کې د فرات سيند شرقي برخو سره څېرمه مخ پر وړاندې ځي.

تر دې مخکې دوی ويلي وو چې له چارشنبې راهيسې په بمباريوو کې ۱۸۱ هدفونه ويشتلي دي.

د کردانو په مشرۍ د شام ډيموکرېټ ځواکونو هم خبر ورکړی چې په سرحدي سيمو کې سخته جګړه روانه ده.

د دوی په وینا په دوو ځايونو کې يې د ترکيو پوځيانو د ورننوتلو مخه نيولې ده.

دوی تور لګولی چې ترکانو د قمیشلي پر زندان د بمبارۍ په کولو سره کوښښ کړی چې له هغه ځایه بندي داعش وسله وال وتښتي.

ترکيه وايي د دې عملياتو مقصد د دوی خاورې ته د وراوښتو شامي کډوالو ستنولو لپاره د خوندي ځای جوړول دی.

ترکيې د اکتوبر پرنهمه تر هغې وروسته د خپلې پولې سره نېږدې په شام کې عمليات پېل کړل چې امريکايي ځواکونه له هغه سيمې ووتلو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG