د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د چین خپګان ختمولو له نه دی تللی: قرېشي


عمران خان

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي چين ته د وزيراعظم عمران خان د سفر په اړه د اپوزېشن ګوندونو هغه دعوې بې بنياده وبللې چې وايي عمران خان د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د بيجینګ خپګان ختمولو لپاره تللی دی.

د پنجاب صوبې په ملتان ښار کې له خبریالانو سره په خبرو کې قریشي زياته کړه چې د چين ولسمشر په نېزدې وختونو کې هند ته ځي نو ځکه عمران خان ورغلی دی: ''د هغوی هم خواهش وو او زموږ هم خواهش دی چې د هند تر دورې مخکې موږ او چين په بېلابېلو سيمه ييزو مسلو همنظره واوسو. اپوزېشن هسې د اقتصادي راهدارۍ مسله راپورته کوي. پر دې پروژې له روان کاره، چين هم مطمينه دی او پاکستان هم. ماته په دې کې څه مسله نه ښکاري.''

خو اپوزېشن ته مسلې ښکاري. دوی وايي پر دې اقتصادي راهدارۍ د صوبو اندېښنې او د حکومت له خوا په خپل وخت د اقتصادي زونونو نه جوړولو چين خپه کړی دی.

په سېنټ کې د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې کمېټې غړي او مسلم لېګ (ن) سياستوال غوث محمد نيازي د اکتوبر پر ۷مه مشال راډيو ته وويل د عمران خان حکومت د پیسو نړيوال صندوقه (ای اېم اېف) شپږ اربه ډالر قرض اخېستې او په بدل کې يې ورسره منلې چې د لګښتونو کمولو لپاره به لويې پروژې نه کوي. د هغه په وینا چين پر دې خوشاله نه دی.

نوموړی زياتوي: ''ځيني شيان داسې وي چې د دوو ملکونو ترمنځ وي. چين په دې هم خفه دی چې زموږ حکومت ولې د اقتصادۍ راهدارۍ ځينې خبرې د ای، ايم، ايف سره شريکې کړې دي. بله خبره د سياسي ثبات دی چې نشته. نو څوک د نړيوالې کچې سرمايه کارۍ ته زړه نه ښه کوي. نو دا دوه خبرې دي. يو اي، ايم، ايف او بل سياسي بې ثباتي. چين پر دې خفه دی او همدې مسله جوړه کړې ده.''

چين د پاکستان سره پر اقتصادي راهدارۍ ۶۳ اربه ډالر لګوي. دا پروژه د بلوچستان له ګوادره پېل شوې او تر پنجابه غځېدلې ده. په دې کې د سړکونو، اورګاډو پټليوو او کارخانو ترڅنګ اقتصادي زونونه جوړېږي. د پاکستان د پلان وزير خسرو بختيار د اکتوبر په شپږمه ويلي وو چې پاکستان په دې پروژه کې په خپله برخه ډېر پرمختګ کړی دی.

خو د پيپلز پارټۍ يو سياستوال رضا رباني کر چې په پارلمان کې د دې پروژې د څارنې لپاره جوړې شوې کمېټۍ غړی دی، دا نه مني. هغه مشال راډيو ته وويل د دوی د معالوماتو ترمخه چين پر دې هم نه دی خوشاله چې حکومت د دې پروژې په اړه تر د صوبو هغه اندېښنې نه دې ختمې کړې چې وايي د دې منصوبې ډېره ګټه پنجاب ته رسي.

هغه زياته کړه: ''دا پروژه د ټول پاکستان لپاره ده. په ګوادر کې خو چې څه کوئ، کوئ يې. نور بايد د کراچۍ لوی بندر هم بايد ورسره وتړئ. بل هر ځای چې اقتصادي ضررت وي، هلته بايد د دې پروژې لاندې کار وشي. دا سياسي خبره نه ده. دا جايزه خبره ده. دې کې هيڅ غلط نشته.''

خېبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې تېرو او اوسنيوو حکومتونو په بيا بيا پر وفاقي حکومت غږ کړی چې په دې پروژه کې دوی ته ځکه ډېره برخه ورکړل شي چې دوی د پنجاب په پرتله ډېرې وروسته پاتې دي. وفاقي حکومتونو همېشه ويلي چې په دې پروژه کې به د چا حق نه خوري.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG